د امریکا یو اړخیز پالنې د اروپا امنیت کمزوری کړی
د ټرمپ حکومت تر دې دمه په یو اړخیز ډول د جامعې ایټمي نړیوالې موافقې په شمول له نړیوالو د وو اړخیزو ،څو اړخیزو موافقو څخه په وتلو سره وئیلي دي ، چې نیّت نه لري ،له روسیې سره دنوي سټارټ په نامې سره دایټمي وسلو دکمولو تړون تمدید کړي .
روئيټرز خبري آژانس راپور ورکړ د جرمني خارجه وزیر هایکو ماس له جامعې نړیوالې ایټمي موافقې او له روسیې سره د وسلو د کنټرولولو له تړونونوڅخه په وتلو کې دا مریکا یو اړخیز پالنې د اروپا دامنیت د کمزوری کولو لامل وبللې .
هایکو ماس بیګا په برلین کې اود ایټمي وسلو د بندیز په باب د سټاکهم په نامې دعمل د نوښت دغړو په توګه د سویډ ، کوریا ،فنلینډ او اردن له خارجه وزیرانو سره په ګډې غونډې کې وئيلي دي ، دامریکا په دغو اقداماتو سره نړۍ په دوه لاري ولاړه ده او که دغه وضعیّت دوام وکړي ،نو ایټمی نظام او ورسره به د نړۍ امنیت له خطرې سره مخامخ شي .
د جرمني خارجه وزیر له هغې لارې څخه دبیرته ستنیدا په ضرورت په ټينګار سره چې تر دې دمه د ایټمي پراختیا په حوزې کې وړاندې شوي ، د ایټمي وسلو دنه لرونکو هیوادونو پشمول له درستو هیوادونو غوښتي دي ، څو د اپوټه ښودنې اود ایټمي وسلو دکنټرولولو په لاره کې یو اړخیز پالنې ته نه ،بلکې مشترکې مرحلې ته دستنیدا په باب مرحله په مرحله ګام پورته کړو .