د یمن پوځیانو د عربستان الوتکه وغورځوله
https://parstoday.ir/ps/news/world-i88263-د_یمن_پوځیانو_د_عربستان_الوتکه_وغورځوله
فارس خبري اژانس وايي د یمن د پوځ او د ولسي کمیټیو دافع هوا بیګا د سعودي عربستان د ائتلاف یوه (۱) جاسوسۍ الوتکه په نجران سیمه کښې نسکوره کړه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 27, 2020 01:50 Asia/Kabul
  • د یمن پوځیانو د عربستان الوتکه وغورځوله

فارس خبري اژانس وايي د یمن د پوځ او د ولسي کمیټیو دافع هوا بیګا د سعودي عربستان د ائتلاف یوه (۱) جاسوسۍ الوتکه په نجران سیمه کښې نسکوره کړه .

د یمن پوځ او ولسي کمیټیو وویل دغه بې پایلوټه الوتکه یې د سعودي عربستان د نجران په« الصوح» سیمه کښې په ډزو ویشتلي او نسکوره کړي یې ده .

د یمن پوځ او ولسي کمیټیو په دغه هیواد باندې د سعودي عربستان د ائتلاف د یرغل له پیل راهسې تراوسه د عربستان او د هغه د متحدانو په لسګونو بې پایلوټه الوتکې نسکورې کړي دي .

د سعودي عربستان لخوا د یمن له هراړخیزه کلابندۍ سره سره د پوځ او د ولسي کمیټیو دفاعي قدرت ورځ تر بلې په زیاتیدا دی .

سعودي عربستان د امریکا د انګلستان د متحده عربي اماراتو، د اردن او د صهیونیسټ رژیم په ملاتړونو سره له۲۰۱۵ میلادي کال راهسې د یمن د خلکو پرضد حملو ، تیریو او بمباریو ته دوام ورکړی چې له کبله یې تراوسه څه د پاسه شپاړس زره (۱۶۰۰۰) کسان  وژل شوي او په لسګونو زره نور ژوبل شوي او په میلیونونو نور کډوال شوي هم دي .