په کلیفورنیاکې په کروناویروس دککړو شمیر ۳۳تنو ته ورسید
https://parstoday.ir/ps/news/world-i88301-په_کلیفورنیاکې_په_کروناویروس_دککړو_شمیر_۳۳تنو_ته_ورسید
د امریکا د و ولسمشرۍ دانتخاباتو یوه احتمالی کاندید سناتور برني سنډرز نن سهار د کرونا ویروس دخپریدا په باب د ټرمپ او دهغه د ټيم په ساړو اقداماتو په سختې نیوکې سره وئیلي دي،د کرونا ویروس په خپریدا د ندیښنو له زیاتیدا سره سره،دټرمپ حکومت سوړ غبرګون ډير خطرناک ګمراه کونکی او ناکافي دی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Feb 28, 2020 12:06 Asia/Kabul
  •  په کلیفورنیاکې په کروناویروس دککړو شمیر ۳۳تنو ته ورسید

د امریکا د و ولسمشرۍ دانتخاباتو یوه احتمالی کاندید سناتور برني سنډرز نن سهار د کرونا ویروس دخپریدا په باب د ټرمپ او دهغه د ټيم په ساړو اقداماتو په سختې نیوکې سره وئیلي دي،د کرونا ویروس په خپریدا د ندیښنو له زیاتیدا سره سره،دټرمپ حکومت سوړ غبرګون ډير خطرناک ګمراه کونکی او ناکافي دی .

زمونږخبریال راپور راکړړ ، د امریکا د  کلیفورنیا  ایالت ګورنر ګاوین  نیوسم  بیګا په یوې خبرې ناستې کې وئیلي دي په کلیفورنیا ایالت کې  د۳۳کسانو لپاره د کرونا آزمیښت مثبت  اعلان شوی او پر  دې سربیره  اته زره څلور سوه  نور کسان هم د طبي ټیم تر څارنې لاندې دي .

د امریکا خبری سرچینو  هم دې ته په اشارې سره چې  په امریکا کې اته ویشت میلیون خلک  دبیمې  خدمات  نه لري ، ، په دغه هیواد کې   ئې د کرونا ویروس خپریدا ستره غمیزه راپنځونکي بللې ده .

په  امریکا  کې  دناروغیو د مخنیوي د مرکز کارپيژاندو څو ورځې مخکې  خبرداری ورکړی ؤ، امریکا به زر یا ځنډ سره  د کرونا ویروس  له جدي خپریدا سره  مخامخ شي .

دامریکا د ناروغیو دمخنیوی    او کنټرول مرکز  پرون  په دغه هیواد کې د کرونا ویروس  باندې دککړو کسانو شمیر ۵۹تنه اعلان کړی ؤ .

 دا په داسې حال کې دي چې په امریکا کې   تیر کال د انفلوانزا د ناروغۍ له امله د مړو شمیر څه دپاسه شپاړس  زره تنه  ښودل شوی ، خو  ددغه  ډول  مړینو  دایشوا کیدا خبری سرچینو ته هیڅ ا جازت نه ورکول کیږي .

 له دې سره په یووخت د امریکا د و ولسمشرۍ دانتخاباتو یوه احتمالی کاندید سناتور برني سنډرز نن سهار د کرونا ویروس دخپریدا په باب د ټرمپ او دهغه د ټيم په ساړو اقداماتو په سختې نیوکې سره وئیلي دي،د کرونا ویروس په خپریدا د ندیښنو له زیاتیدا سره سره،دټرمپ حکومت سوړ غبرګون  ډير خطرناک ګمراه کونکی او ناکافي دی .

Image Caption