ترکیه او لویدیځ هیوادونه د ټروریسټانو ملاتړي کوي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i88311-ترکیه_او_لویدیځ_هیوادونه_د_ټروریسټانو_ملاتړي_کوي
زمونږ خبریال راپور ورکړ د سوریې خارجه وزارت له ترهګرو ډلو په ملاتړ کښې د ترکیې او د لویدیځو هیوادونو په سیاستونو نیوکې سره ټینګار وکړ دمشق اجازه نه ورکوي اروپايي هیوادونه او د هغوې متحدان ټروریسټان د تل لپاره د سوریې په خلکو وروتپي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 29, 2020 01:36 Asia/Kabul
  • ترکیه او لویدیځ هیوادونه د ټروریسټانو ملاتړي کوي

زمونږ خبریال راپور ورکړ د سوریې خارجه وزارت له ترهګرو ډلو په ملاتړ کښې د ترکیې او د لویدیځو هیوادونو په سیاستونو نیوکې سره ټینګار وکړ دمشق اجازه نه ورکوي اروپايي هیوادونه او د هغوې متحدان ټروریسټان د تل لپاره د سوریې په خلکو وروتپي .

د ترکیې عسکرو په تیرو څو وروځو کښې له ترهګرو د ملاتړ لپاره په ځلونو په ادلب ولایت کښې د سوریې د پوځ په مورچو او بیخ بنایانو حملې کړي دي .

د سوریې خارجه وزارت د ترکیې د چارواکو د پرون ورځې اقداماتو او څرګندونو ته په غبرګون کښې وویل هغه دروغجن تبلیغات چې ترکیې او لویدیځو هیوادونو په تیرو څو ورځو کښې د سوریې پرضد پیل کړي دي له ترهګرو ډلو د دغو هیوادونو ملاتړ ثابتوي .

د سوریې د بهرنیو چارو وزارت وویل له ترهګرۍ ملاتړ خپلو غیر اخلاقي او پستو هدفونو ته د رسیدا لپاره د ترکیې او د لویدیځو هیوادونو په سیاست کښې یوه (۱) ثابته  شوي ستراتیژۍ ده .

د سوریې خارجه وزارت دغه راز په شمال کښې د حکومتي عسکرو بریالیو عملیاتو ته په اشارې سره ټینګار وکړ په دغو عملیاتو کښې د دمشق او د حلب او د حلب د نړیوال هوايي ډګر لاره پرانیستل شوه او حکومتي عسکر وتوانیدل په ادلب ، حماه او حلب ولایتونو کښې څه د پاسه یوسل دیرش (۱۳۰) کلي له ترهګرو ازاد کړي چې دغه ټول اقدامات د ترکیې او د لویدیځو هیوادونو د غوسه کیدا او د لیوني کیدا سبب شوي دي .