د سوریې عسکرو په ادلب کښې پرمختګ ته دوام ورکړی
Feb 29, 2020 01:45 Asia/Kabul
زمونږ خبریال وايي د سوریې پوځ بیګا د ادلب ولایت په جنوب کښې د خپلو پرمختګونو په دوام کښې بریالی شو قسطون کلی د ترهګرو له نیواک څخه ازاد کړي .
د سوریې سرچینو وویل د قسطون کلي د ازادولو لپاره د پوځ په عملیاتو کښې په لسګونو ټروریسټان هلاک شوي دي .
د سوریې پوځ په تیرو څو ورځو کښې بریالی شوی دی چې د ادلب ولایت په جنوب کښې څو سیمې او کلي د ترهګرو له نیواک څخه ازاد کړي .
ادلب ولایت په سوریې کښې د ترهګرو ډلو اخري مرکز دی .
امریکا ، انګلستان ، فرانسه ، جرمني ، سعودي عربستان ، ترکیه ، بحرین ، اردن ، صهیونیسټ رژیم ، کویت او نور عرب او اروپايي هیوادونه په سوریې کښې د ترهګرو ډلو د ماتي د مخه د نیولو هڅه کوي او دغه هیوادونه له ټروریسټانو سره هرډول مرستې کوي .
ټیګونه