په اسلامی ایران کې له کرونا سره مقابله
https://parstoday.ir/ps/news/world-i88349-په_اسلامی_ایران_کې_له_کرونا_سره_مقابله
د کرونا له ویروس سره د مقابلې لپاره ملی هوډ او اتحاد هره شیبه لا مسنجمیږي تر څو وښی د ایران ملت سختیانو ته نه تسلیمیږي او په هرو شرایطو کې د مشکلاتو د له مینځه وړلو لپاره خپله هیله له لاسه نه ورکوي
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 29, 2020 19:45 Asia/Kabul
  • په اسلامی ایران کې له کرونا سره مقابله

د کرونا له ویروس سره د مقابلې لپاره ملی هوډ او اتحاد هره شیبه لا مسنجمیږي تر څو وښی د ایران ملت سختیانو ته نه تسلیمیږي او په هرو شرایطو کې د مشکلاتو د له مینځه وړلو لپاره خپله هیله له لاسه نه ورکوي

د وروستیو شمیرنو په اساس تراوسه په نړۍ کې څه د پاسه ۸۵ زره کسان په کرونا ویروس اخته شوي دي چی په دغو کې څه د پاسه ۳۹ زره ښه شوي دي  او څه د پاسه ۲۹۰۰ هم وژل شوي دي . د کوویډو ۱۹ ناروغۍ نښې نښانې د ۲۰۱۹ میلادی کال د دسمیر له لومړیو د چین په ووهان ښار کی څرګندې شوې . د دغه ویروس د انتقال عامل چی په ډیره چټکیتا سره خپریږي ،  اوس د نړۍ په څه د پاسه ۵۰ هیوادونو کې خپور شوې دې . هغه شمیر چی د کارپیژاندو په باور له دې شمیره ډیر زیات دې . د روغتیا نړیواله اداره دې نتیجې ته رسیدلی ده چی د دغې ناروغۍ له انسانه ، بل انسان ته منتقلیدا ډیره د پام وړ ده .

د کرونا ویروسونه هغه ویروسنه دي چی لومړې ځل په ۱۹۶۰ لسیزې کې کشف شول او تراوسه یې اوه موردونه پیژندل شوی دي او وروستې مورد یې د کرونا ویروس دې . د څیړاندو د نظر په اساس کرونا ویروسونه که څه هم زیاتره په ځناورو کې لیدل کیږی خو پینځه ډولونه یې د انسان  د بدن تنفسی سیسټم تر اغیز لاندې راولي . دغه ویروسونه د معمولی ساړه وهلو رانیولی تر د سارس او مرس په شان نښې نښانې لري ، خو د کوویډ ۱۹ نمونه  سړې د تبې ، تنفسی مشکلاتو ، د ساه تیز تیز اخیستلو ، د مرۍ درد  او پوزې بهیدلو په شان له علایمو سره مخامخوي .

««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««

د ایران د روغتیا د اطلاع رسونې او عمومی اړیکو مرکز مشر کیانوش جهانپور د خبریالانو په ټول کی جهانپورپه  ایران کې په کرونا ویروس د ۵۹۳کسانو ککړتیا ته په اشارې سره وویل په خواشینۍ سره وایم چې په کرونا ویروس له ککړو کسانو څخه تردې دمه په ایران کې ۴۳کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی .  ده همداراز وويل تر دې دمه هغه ۱۲۳کسان  چې په کرونا ویروس ککړ شوي وو ، په درملنې سره  ښه شوي او له روغتونونو مرخص شوي دي .

د ایران په ځینو ښارونو کې د کرونا ویروس د تشخیص له قطعی کیدا وروسته د اسلامی ایران د درملنې او روغتیا چارو مسولانو له نورو اورګانونو سره یو ځای د امریکا له بایکاټونو سره سره په سیمه کې د دغه ویروس د خپریدا د میخنوی او کنټرولولو لپاره خپلې ټولې هڅې کړي دي  . ر هبرۍ ستر مقام حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای د طبي علمونو د اکاډمۍ له  مشر سید علیرضا مرندي سره په کتنه کښې د روغتیا له وزیر او ملګرو، ډاکټرانو، نرسانو او طبي کارکوونکو څخه له کورونا سره د مقابلې له امله ستاینه وکړه او ویې فرمایل  دا ارزښتناکې هڅې په ټولنه کې د طبي او نرسنګ ټولنې مقام لوړوي.

د ایران روغتونونه اوس په  دغو ویروسو د ککړو د منلو لپاره سنبال دي او درست طبی ، او روغتیایی اړتیاوې په ایران کی موجودې دي .

له هیلو او ویرې سره یو ځای بې ځنډه پرمخ ګامونه پورته کیږي . درست د عمومی مرکزونو ، د ضد عفونی کولو ، روزونکیو پروګرامونو ، د تګ راتګ په کمولو ، د ماسکونواو جراثیم وژونکیو موادو د ویشلو، له ګاونډیو هیوادونو سره په دوامداره سلاو مشورو په شان په اقدامات بوخت دي چی دا ښی په ملی سویه یو ستر پروګرام پرمخ وړل کیږی ، د ایران ملت او مسولان درست یو موټې له دغې منحوسې ناروغۍ سره په مقابله بوخت دی .

«««««««««««««««««««««««««««««««««««««««

د ایران وسله وال ځواک هم د زلزلې ، سیلاب په شان په پیښو کې تل د خلکو په څنګ کې ولاړ دې ، له کرونا ویروس سره یې هم د مقابلې او مرستې لپاره خپل  چمتو والې اعلان کړې دې  او خپل ټول امکانات په دې لاره کې کاروی .

د صنعت معدن او تجارت په وزارت کی هم یو ستر حرکت شکل نیولی  او د روغتیایی اړتیاو د تولید د زیاتولو لپاره په ۲۴ ساعته فعالیت سره بسیج شوی تر څو د عفونی ضد ، وینځلو او ماسکونو کمښت جبران کړي . اوس ویلې شو چی د دغه نایللی میلمه په ګونډو کولو لپاره په پراخه سویه مبارزې بڼه نیولی ده . د اخته شویو ، ښه شویو او وژل شویو په اړه د خبرونو ترمنیځ د دغې ناروغۍ د تشخیص ، کنټرول لپاره د تجهیزاتو د ځای کولو لپاره هم هڅه دوام لري . په همدې لړ کې د ایران د حومت ویندوی د جعې په شپه د دې خبرې په کولو سره چی په راتلونکیو اونیو کې به په ایران کی له کرونا سره د مقابلې لپاره بریاوی زیاتې شي وویل د ایران پاستور انسټی ټیوټ د اسلامی ایران د وسله وال ځواک د دفاع وزارت جوړ د کرونا د پریکنده تشخیص د کیټ کړچار تایید کړی دی .

دکرونا د تشخیص کیټ په کر ونا د اخته کسانو د تشخیص اصلی دستګاوې دي چی  ایران د متخصصانو او د سائینس پوهانو لخوا د کورونا وایروس د معلومولو د کیټونو لومړنی ماډل د اسلامي جمهوریت په دفاع وزارت کښې جوړ شو .

دغه کیټونه په کورونا ناروغۍ د ککړو کسانو د معلومولو ترټولو اصلي دستګاوانې دي چې د لومړي ځل لپاره په هیواد  کښې د دفاع وزارت لخوا جوړ شوي دي. علی ربیعی همداراز له کرونا سره د مبارزې په ملی کیمټي کې وویل  په ایران کی په هغو سیمو کی د ګرځنده روغتونونو او تختونو د برابرولو لپاره ضروری فیصلې شوی دي . د اسلامی ایران خارجه وزارت هم د ایران د روغتیایی او درملیزو اړتیاو د تامینولو په خاطر  او له دغې ناروغۍ سره د مقابلې لپاره له ډیرو هیوادونو سره په نږدې تماس کې دې . د اسلامی ایران خارجه وزیر ښاغلی ظریف د جمعې په ورځ د چین له  خارجه چارو وزیر وانګ سره په ټیلي فوني اړیکه کښې له تهران سره د پیکینګ د فني او د تخصصي مرستو د قدرونې په ترڅ کښې کرونا وایروس نړیواله مسله وبلله او زیاته یې کړه له کورونا سره د مقابلې حل لاره د دغه مسلې له سیاسي کولو لیرې د ټولو هیوادونو ملګرتیا او یوزړه توب دی . د ایران خارجه وزیر جواد ظریف د کورونا وایروس د جرړه د ایستلو لپاره د ګډو عملي تحقیقاتو لپاره د چین او د ایران د محققانو او د څیړاندو د ملګرتیا هرکلی وکړ.

د  چین خارجه وزیر وانګ يي هم په دغو ټیلي فوني خبرو کښې په ایران کښې د کورونا وایروس په خپریدا د خواشینۍ په ښودلو سره له ایران سره د علمي ملګرتیا او د مبارزې د ټولو لارو چارو او رودو د شریکولو او ایران ته د ډیرو تخصصي مرستو د استولو لپاره د چین چمتووالی اعلان کړ .

««««««««««««««««««««««««««««««««««

له بده مرغه کرونا هم د ترهه ګرۍ او بشری حقوقو په شان د خینو حکومتونو او فرصت غواړو عناصرو لپاره د سیاسی غرضونو لپاره په اوزار بدل شوی دی . په ایران د دغې ناروغۍ له خپریدا وروسته ځینو خبری ټولنو ځینې اوازې خپرې کړې تر څو په خپل ګومان ایران په دروغ ویلو او دغې ناروغۍ په اړه په بټولو تورن کړي . په همدې لړ کی د امریکا خارجه وزیر پمپیو په بې اساسه ادعاګانو کی ادعا وکړه چی دغه هیواد ډیر اندیښمن دې چی ایران د کرونا د خپریدا جزیات بټ کړي وي . ځینو تیلیغاتی اورسندوی ټولنو هم له کوم مدرک او سند وړاندی کولو پرته له ایرانه سیمې ته د کرونا ویروس د خپرولو په شان اوازې خپروي . دا په داسې حال کی دي چی اوس مشخصه شوی ده چی د امریکا او اروپا په شمول  په ډیرو هیوادونو کی ددغه ویروس د خپریدا سرچینه او منشا له چین څخه د ستنې شوی تفریحی کشتۍ مسافران دي . دغه ویروس یوه موده کیږی چی د ایران شاوخوا ډیرو هیوادونو ته چی ځینې پکې له چین سره ګډه پوله هم لري ، ورداخل شسوی او ځینو هیوادونو په دغه ویروس د ککړو کسانو په اړه خبره پټه شاتلی ده  .  ځینې هیوادونه هم د امکاناتو د کمښت په وجه د دغې ناروغۍ د دقیقې پیژندنې توان نلري اوس په فرصت غوښتنې سره هڅه کوی له دغه ویروس سره په مقابله کی د خپلو کمزورتیاو د بټولو هڅه کوي .

په اجتماعی شبکو کی خپره شوی معلومات د دې ښودنه کوی چی د امریکا حکومت هم د خپل هیواد د خلکو ترمیبنځ د کرونا د خپریدا په اړه د معلوماتو او حقایقو د پټولو هڅه کوی او په دې زمینه کی شفاف معلومات نه وړاندی کوي .

د واشنګټن پوسټ ورځپانۍ تیره اونۍ د امریکا د ناروغیو د کنټرول او مخه نیونې د مرکزونو له قوله ولیکل په امریکا کی د دغه ویروس د ککړو کسانو شمیر ۵۹ کسانو ته رسیدلی دي .

«««««««««««««««««««««««««««««

د اسلامی ایران ولسمشر حسن روحاني  دحکومت د کابینې د غړو  په غونډې کې  دایران په داخلی چارو کې د امریکائي چارواکو د لاسوهونکو څرګندونو په غبرګون کې  وئيلي دي ،امریکایان دې  د  خپلو هغو زرګونو ښاریزو د وژلو په فکر کې شي ، چې د انفلوآنزا له امله  ئې ژوند  له لاسه ورکړی دی.

د ایران د  ملی امنیت د لوړې شورا منشي علی شمخاني هم دکرونا د خوریدا په پلمې د ایران په ضد ددښمن  نوي دسیسې ته په  اشارې سره ټينګار کړ ی ،ټاکل شوې ده ، په  کرونا لفظ  او موضوع  سره پر ایران د زیاتره د باؤ  سټراټژي   بشپړ شي . علی شمخاني پخپل یوه ټولنیز پیغام کې لیکلي دي ،له ایران سره د مځکنیو او هوائي پولو دتړلو او د ایران دځينو خبرو پټونو په باب د دروغو لپاره  په ځينو هیوادونونفسیاتي دباؤنه ، د دښمنانو  د نوي لارې نقشه ده .

هماغه ډول چی د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت ویاند سید عباس موسوي جوته کړي ده له کرونا سره مقابله چی اوس پهن یوې نړیوالې اپیډمی بدله شوی ده او ډیر هیوادونه ورسره مخامخ شوی دي ، یوې نړیوالې ارادې او پراخې نړیوالې ملګرتیا ته اړتیا لري نه یوه نمایشی حرکت ته . ده وویل له کورونا ویروس سره د مقابلې په زمینه کښې له ایران سره د مرستې لپاره د امریکا د چمتووالي په هکله د دغه هیواد د خارجه وزیر مایک پمپئو ادعا تبلیغاتي ، دوکه ورکونکی او د خندا وړ حرکت وباله او ویې ویل په سیاسي غرضونو سره نمایشي حرکتونه له کورونا سره د مبارزې لاره نه ده . موسوی یادونه وکړه د داسې  یوه هیواد لخوا چې په اقتصادي ترهګرۍ سره د ایران په خلکو د زیاتو دباونو سبب شوی دی او حتی د ایران لخوا  د طبي تجهیزاتو او د درملو د اخیستلو لاره یې هم بنده کړي ده له کورونا وایروس سره د مقابلې لپاره له ایران سره د مرستې ادعا د خندا وړ چاره  او یوه سیاسي او رواني لوبه ده .

په ایران کی متخصص پرسنل او روغتیای ظرفیتونه په دې سویه کی دي چی په ځلونو یې خپل وسونه ښودلي دي . څه میاشتې مخکې هم چی د بي ډوله انفلونزا ټولنه ګواښله ، ایران وکولې شول دغه ناروغۍ کنټرول کړي او اوس هم په پریکنده توګه دا توان او وس لري چی دغه ویروس په ملی ارادې او هوډ او له طبی پوهې په استفادې سره کنټرول کړي .

پای