د پيسو ګټلو لپاره تر ټولو ساده لارې
هر انسان غواړي ښې ډېرې پيسې وګټي او یو ښه ژوند ولري، د پيسو د ګټلو لپاره انسانان ډول ډول کارونه کوي، هر څه ته لاس اچوي چې پيسې وګټي او د خپل ژوند شرطونه ښه کړي، يو ښه او سټنډرډ ژوند ولري، د ټولو خيال دا دی چې په اسانه ژر ډېرې زياتې پيسې وګټي.
ډېر زيات خلک همدا څېړنې کوي چې څنګه کولی شي په ډېره اسانه لاره ډېرې زياتې پيسې وګټي، که څه هم ټول به په دې چاره کې بريالي نه وي خو بريالي ټول همدغه دي چې څېړنه او سپړنه کوي، ټول غواړي لومړی يو ښه اندازه پيسې وګټي او وروسته خپل ژوند په ډېرو ښو شرايطو کې تېر کړي، خو د پيسو ګټل چې څومره ښه دي هماغومره یې ساتل هم اړین دي، که ګټل هر څومره ډېر شي خو ساتل او د پيسو د مصرف لپاره ښه اراده او عقل شتون ونه لري، نو که يو کس نن ميليونر شي سبا بېرته د فقر په ډېران کېني.
نو راځئ تاسې نور نه په تمه کوو او هغه لارې چارې وړاندې کوو چې په نشت سرمايې سره تاسې په ساده ډول کولی شئ پيسې ورڅخه ترلاسه کړئ.
١-: ډومېن اخيستل او پلورل
ډومېن د انټرنېټ د وېبپاڼې لپاره يو نوم اخيستل دي، که ستاسې په فکر کې يو ښه نوم وي چې د يو هېواد او يا هم نړيوال کلتور، نښان، مدنیت او تفکر سره اړه ولري کولی شئ په همدې نوم يو ډومېن واخلئ او وروسته یې چې نور خلک غواړي دا نوم واخلي، نو کولی شئ په هغوی یې وپلورئ، تاسې کولی شئ په دې هکله نور دقیق معلومات د انټرنېټ څخه ترلاسه کړئ، دلته یې موږ صرف تاسې ته لنډ درپېژنو.
٢-: دوهم لاس سامان خرڅول
تاسې کولی شئ دوهم لاس شيان چې موږ ورته مستعمل وايو واخلئ او هم يې خرڅ کړئ، دا کار چندان تکليف او ستړیا هم نه لري، کولی شی هغه شيان چې تاسې یې نه کاروئ د انټرنېټ له لارې خرڅ کړئ او يا یې هم له بل چا څخه واخلئ او وروسته یې په ښه بيه خرڅ کړئ.
٣-: موسم ته پام وکړئ
په ځینې وختونو کې ځینې شيان ارزانه کېږي، دا د مېوو څخه نيولې تر جامو پورې او نور ګډ شيان دي، تاسې کولی شئ هغه شی چې په ژمي کې ارزانه وي يانې د اوړي شی وي او بيا دا په ژمي کې خرڅ کړئ، همداسې په ژمي کې يو داسې چې موسم يې نه وي بيه يې ټیټه وي وایې خلئ، په داسې يو موسم کې چې بيا نه پېدا کېږي په ښه بيه یې خرڅ کړئ.
٤-: په کور کې څه پاخه کړئ
کېدی شي تاسې یا مو مېرمن بېکاره وي يا تاسې کار ولرئ مېرمن مو بېکاره وي، نو کولی شئ لاړ شئ د یو رسټورانټ والا سره خبرې وکړئ او ځینې شيان تاسې په کور کې تيار او په هغوی وپلورئ، په دې کې بايد د دواړو طرفونو ګټه وي، که د رسټورانټ خاوند خپله هغه شی ستاسې څخه په کم مصرف تيارولی شي، نو بيا تاسې ته اړتيا نه لري، په انتخاب او بیه کې بايد دقیق اوسئ.
٥-: د ځینو شیانو ترمیم زده کړئ
که هیڅ کسب نه لرئ کولی شئ د دوه درې میاشتيني کورس وروسته فوراً يو کسب زده کړئ، د مثال په ډول کولی شئ د ټيلیفون جوړولو يانې د خرابو ټيلیفونونو چې کومې ستونزې لري جوړول، د نورو برېښنايي څيزونو جوړول، مطلب تعمير کول يې وکړئ، دا يو ډېر اسان کار دی او کم تر کمه دومره پیسې ورباندې ګټلای شئ چې نورو ته مو محتاج نه کړي.