مجتهد: ملک سلمان یا مړ دی یا مرګي حال دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i88504-مجتهد_ملک_سلمان_یا_مړ_دی_یا_مرګي_حال_دی
مشهور افشاکوونکي د عربستان د باچا په اړه خپل نوې ټویټ کښې لیکلي چې د سعودي عربستان باچا یا مړ دی او یا مرګي حال دی.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Mar 08, 2020 11:36 Asia/Kabul
  • مجتهد: ملک سلمان یا مړ دی یا مرګي حال دی

مشهور افشاکوونکي د عربستان د باچا په اړه خپل نوې ټویټ کښې لیکلي چې د سعودي عربستان باچا یا مړ دی او یا مرګي حال دی.

د آل سعود د کورنۍ مشهور افشاکوونکي د درې سعودي شهزادګانو د نیولې کیدو خبر ورکولو سره په خپل ټویټر پاڼه باندې لیکلي: د سعودي عرب باچا مړ دی یا مرګي حال دی.
هغه د سعودي باچا د ورور احمد بن عبدالعزیز او د تیر ولی عهد محمد بن نایف او د ورور نیول ته په اشارې سره وویل: په لسګونو کسان نیولې شوي دي، نه یوازې احمد او د هغه دوه زامن.
مجتهد همداشان دا راز څرګند کړ چې محمد بن سلمان اراده لري چې ډیر زر د باچا لرې کولو او د خپل باچا کیدو اعلان وکړي.
مجتهد زیاته کړه: د باچا د دفتر کارکوونکو او شاهي ګارډ ته ویلې شوي چې د باچا د ناروغۍ له سببه هغه سره ملاقات نشې کولۍ.
د عربستان شاهي ګارډ پرون شپې درې شاهزادګان د خیانت په تور نیولي خو کارپوهان وایي د درې شاهزادګانو نیول د بن سلمان د سیاسي سیالانو د لرې کولو له امله دی.
د ایکنا په مننه