د انګلستان د روغتیا د وزیر مرستیاله په کورونا ککړه شوه
زمونږ خبریال وايي د بریتانیا د روغتیا د وزیر مرستیاله په کورونا وایروس ککړه شوي ده .
د بریتانیا د روغتیا د وزیر مرستیاله میرمن نډین ډوریز(Nadine Vanessa Dorries ) پرون وویل چې په کورونا وایروس زما د ککړیدا د ازمیښت نتیجه مثبته اعلان شوي ده او ما د دغه خبر په ترلاسه کولو سره سم ټول احتیاطي تدبیرونه غوره کړي دي او ځان مو په کور کښې قرنطینه کړی دی .
ډیلي ټیلیګراف ورځپاڼې هم وویل د روغتیا د وزیر مرستیاله میرمن نډین ډوریس په تیرې پنجشنبې ورځ د لومړي وزیر بوریس جانسن په شتون سره په یوې (۱) غونډې کښې ګډون کړی وو او یوه (۱)ورځ وروسته په کورونا وایروس ککړه شوي ده .
په تیرو څو ورځو کښې په بریتانیا کښې کورونا وایروس په چټکۍ سره په خپریدا دی او تراوسه د هیواد درې سوه دوه اتیا (۳۸۲) ښاریز په دغه ناورغۍ ککړ شوي او شپږ (۶) کسان ترې مړه شوي هم دي .
تراوسه په ټوله نړۍ کښې په کورونا وایروس کابو یولک شپاړس زړه (۱۶۰۰۰۰۰) کسان ککړ شوي دي .