عربستان په ځلونو د اوربند خلاف ورزۍ کړي ده
https://parstoday.ir/ps/news/world-i88575-عربستان_په_ځلونو_د_اوربند_خلاف_ورزۍ_کړي_ده
ایرنا خبري اژانس وايي د یمن پوځي سرچینو وویل د سعودي عربستان ائتلاف په تیرو څلرویشتو (۲۴) ساعتونو کښې د الحدیده د اوربند دوه سوه اته څلویښت (۲۴۸) ځله خلاف ورزیانې کړي دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 11, 2020 10:32 Asia/Kabul
  • عربستان په ځلونو د اوربند خلاف ورزۍ کړي ده

ایرنا خبري اژانس وايي د یمن پوځي سرچینو وویل د سعودي عربستان ائتلاف په تیرو څلرویشتو (۲۴) ساعتونو کښې د الحدیده د اوربند دوه سوه اته څلویښت (۲۴۸) ځله خلاف ورزیانې کړي دي .

د یمن پوځي سرچینو زیاته کړه د سعودي عربستان تیریګرو عسکرو او د هغوې ګوډاګیانو د الحدیده ولایت په بیلابیلو سیمو باندې په لسګونو توغندي او هوانونه ورویشتلي دي چې له کبله یې یو(۱) ماشوم وژل شوی  دی .

د سعودي عربستان جنګي الوتکو دغه راز دیمن په شمال لویدیځ کښې د حجه ولایت په بیلابیلو سیمو باندې دیارلس (۱۳) ځله بمبارې کړي دي .

د سعودي عربستان جنګي الوتکو پینځلس (۱۵) ځله د یمن په مارب او صعده ولایتونو هم  بمبارې کړي دي .

د سعودي عربستان د پلاوي او د یمن د استازیو ترمینځ په سویډن کښې د موافقې وړ اوربند د ۲۰۱۸ میلادي کال له دسمبر میاشتې راهسې پیل شوی خو د سعودي عربستان ائتلاف هره ورځ د دغه اوربند خلاف ورزۍ کوي .

سعودي عربستان دامریکا د متحده عربي اماراتو ، انګلستان ، اردن او صهیونیسټ رژیم وغیره په ملاتړ سره د ۲۰۱۵ میلادي کال له مارچ میاشتې راهسې دیمن د خلکو پرضد بمباریو او له سمندر ، ځمکې او هوا څخه کلابندۍ ته دوام ورکړی دی .