ټرمپ د جنرال قاسم سلیماني د ترور په باب دروغ وئيلي
د امریکا د کانګرس د بهرنیو چارو د کمیشن مشر الیوت انګل وائي ،د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ حکومت تردې دمه له ایران سره د تاؤتریخوالي د زیاتولو په باب د خپل ناسنجول شوي اقدام په باب ځيني حقایق د امریکا له ولسه پټوي .
زمونږخبریال راپورراکړ د امریکا د کانګرس د بهرنیو چارو د کمیشن مشر الیوت انګل بیګا په یولړ څرګندونو کې ددغه هیواد پر ولسمشر ډونالډټرمپ او دسپينې ماڼۍ پر چارواکوباندې د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو دقدس ځواک د وخت د قوماندان جنرال قاسم سلیماني د ترور په باب د مستندو توضیحاتو د نه وړاندې کولو په دلیل سخت ټکونه کړي د ي.
الیوت انګل د امریکا په بهرني سیاست او دجنرال قاسم سلیماني د ترور په باب د نه منلو وړ توجیهاتو باندې په سختو نیوکو سره وئيلي دي،دامریکا خارجه وزیر مایک پمپئو د ایران او دجنرال قاسم سلیماني دترور دعلت په وړاندې د واشنګټن د سیاستونو په باب د کانګرس د بهرنیو چارو کمیټې ته له ځواب ورکولو ډډه کوي .
هغه زیاته کړې،د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ حکومت تردې دمه له ایران سره د تاؤتریخوالي د زیاتولو په باب د خپل ناسنجول شوي اقدام په باب ځيني حقایق د امریکا له ولسه پټوي .
د امریکا کانګرس استازو بیګا د ایران په ضد د هرډول پوځي اقدام د منع کولولپاره د ټرةپ دجنګياختیاراتو محدودونکی پریکړه لیک تصویب کړ .
ددغه پریکړه لیک په اساس به دایران په ضد امریکا هر ډول پوځي اقدام د کانګرس مجوز ته اړتیا ولري .