ګوتریش له ایرانه د نړیوال ملاتړ غوښتنه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i88613-ګوتریش_له_ایرانه_د_نړیوال_ملاتړ_غوښتنه_وکړه
د ملګرو ملتو سرمنشي انتونیو ګوتریش د دې خبرې په کولو سره چی ایران ته د درملو د ورلیږلو له مشکلاتو خبر دې ، ټینګار وکړ ملګری ملتونه به په ټول توان سره هر هغه څه چی ممکن دي له کرونا ویروس سره د مقابلې لپاره وړاندې کړي
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 13, 2020 02:30 Asia/Kabul
  • ګوتریش له ایرانه د نړیوال ملاتړ غوښتنه وکړه

د ملګرو ملتو سرمنشي انتونیو ګوتریش د دې خبرې په کولو سره چی ایران ته د درملو د ورلیږلو له مشکلاتو خبر دې ، ټینګار وکړ ملګری ملتونه به په ټول توان سره هر هغه څه چی ممکن دي له کرونا ویروس سره د مقابلې لپاره وړاندې کړي

زمونږ خبریال راپور راکوي د ملګرو ملتو سرمنشي انتونیو ګوتریش د دې خبرې په کولو سره چی ایران ته د درملو د ورلیږلو له مشکلاتو خبر دې ، ټینګار وکړ  ملګری ملتونه به په ټول توان سره هر هغه څه چی ممکن دي له کرونا ویروس سره د مقابلې لپاره وړاندې کړي .

د ایران خارجه وزیر ښاغلی ظریف پرون د ملګرو ملتو سرمنشی ته په یوه لیک کې  له کرونا سره د مقابلې لپاره د ایران پرضد د امریکا د یوه اړخیزه بایکاټونو د لیری کولو په ضرورت ټینګار وکړ .

د اسلامی ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف همداراز پخپل یوه ټولنیز پیغام کې  د کرونا ویروس له خوریدا سره دمبارزې لپاره د پیسو دنړیوالې بسپنې یا  آئي ایم ایف  آسانتیاؤ ته د ایران دمرکزي بانک د سملاسی رسیدا غوښتنه کړې .

د آئي ایم ایف  مشرې  میرمن کریسټالینا په همداوروستیو کې  په یوې اعلامیې خپرولو سره  د کرونا ویروس  له خوریدا سره  له ښکیلو هیوادونو سره  دمرستې لپاره د پنځوس میلیارډ ډالرو په اندازه  ددغې نړیوالې بسپنې  د بیړنیو مالی مرستو خبر ورکړی  .

 جواد ظریف  پخپل دغه پیغام کې  د آئي ایم ایف  دغه  امکان ته د سملاسی رسیدو لپاره د ایران دمرکزي بانک  غوښتنې ته په اشارې سره  ټينګار کړی ، د پیسو نړیوال صندوق  او حاکمه پلاوی  ئې باید خپلو د دندو ته پابنده ووسي او   پخپلو دندو دې مسئولانه عمل وکړي .

  د ایران د مرکزی بانک مشر عبدالناصر همتي په ایران کې  له کرونا ویروس سره دمقابلې لپاره  د  پیسو له نړیوال صندوق څخه د پنځه میلیارډ ډالري مرستو غوښتنه کړې ده .