ګوتریش له ایرانه د نړیوال ملاتړ غوښتنه وکړه
د ملګرو ملتو سرمنشي انتونیو ګوتریش د دې خبرې په کولو سره چی ایران ته د درملو د ورلیږلو له مشکلاتو خبر دې ، ټینګار وکړ ملګری ملتونه به په ټول توان سره هر هغه څه چی ممکن دي له کرونا ویروس سره د مقابلې لپاره وړاندې کړي
زمونږ خبریال راپور راکوي د ملګرو ملتو سرمنشي انتونیو ګوتریش د دې خبرې په کولو سره چی ایران ته د درملو د ورلیږلو له مشکلاتو خبر دې ، ټینګار وکړ ملګری ملتونه به په ټول توان سره هر هغه څه چی ممکن دي له کرونا ویروس سره د مقابلې لپاره وړاندې کړي .
د ایران خارجه وزیر ښاغلی ظریف پرون د ملګرو ملتو سرمنشی ته په یوه لیک کې له کرونا سره د مقابلې لپاره د ایران پرضد د امریکا د یوه اړخیزه بایکاټونو د لیری کولو په ضرورت ټینګار وکړ .
د اسلامی ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف همداراز پخپل یوه ټولنیز پیغام کې د کرونا ویروس له خوریدا سره دمبارزې لپاره د پیسو دنړیوالې بسپنې یا آئي ایم ایف آسانتیاؤ ته د ایران دمرکزي بانک د سملاسی رسیدا غوښتنه کړې .
د آئي ایم ایف مشرې میرمن کریسټالینا په همداوروستیو کې په یوې اعلامیې خپرولو سره د کرونا ویروس له خوریدا سره له ښکیلو هیوادونو سره دمرستې لپاره د پنځوس میلیارډ ډالرو په اندازه ددغې نړیوالې بسپنې د بیړنیو مالی مرستو خبر ورکړی .
جواد ظریف پخپل دغه پیغام کې د آئي ایم ایف دغه امکان ته د سملاسی رسیدو لپاره د ایران دمرکزي بانک غوښتنې ته په اشارې سره ټينګار کړی ، د پیسو نړیوال صندوق او حاکمه پلاوی ئې باید خپلو د دندو ته پابنده ووسي او پخپلو دندو دې مسئولانه عمل وکړي .
د ایران د مرکزی بانک مشر عبدالناصر همتي په ایران کې له کرونا ویروس سره دمقابلې لپاره د پیسو له نړیوال صندوق څخه د پنځه میلیارډ ډالري مرستو غوښتنه کړې ده .