کورونا وایروس د الوتکې مسافران په جګړې واچول
Mar 17, 2020 12:33 Asia/Kabul
زمونږ خبریال وايي دسعودي عربستان له پلازمینې ریاض څخه د لبنان پلازمینې بیروت ته یوه (۱)الوتکه روانه وه او د الوت په وخت یوه(۱) مسافر ته پړنجي(Sneezing) ورتلل او وروسته الوتکه د جنګ په یوه(۱) ډګر بدله شوه او ټول مسافران له یوبل سره ونښتل .
ویل کیږي چې په نوموړي الوتکې کښې یوه (۱)مسافر ماسک نه وو اچولی او پړنجي یې کول او نورو مسافرانو ورته ویل چې ماسک دې ولې نه دی اچولی او په دې سره مسافران له یوبل سره په جنګ شول .
د ویلو ده چې کورونا وایروس تراوسه د نړۍ په ډیرو هیوادونو کښې خپور شوی او اوه زره او سل (۷۱۰۰) کسان یې وژلي او یولک او دوه اتیازره کسان په دغه وایروس ککړ شوي هم دي .
ټیګونه