چین او امریکا یوبل په جدی اقداماتو وګواښل
د بیجینګ پرونۍ غبرګون په داسې حال کې رابرسیره شوی ، چې د امریکا د ولسمشر او خارجه وزیر پشمول امریکائي چارواکو د کرونا ویروس په ځاي د چین ویروس او د ووهان ویروس ټکي کارولي دي .
تسنیم خبری اژانس راپورورکړ چین امریکا ګواښلې ده ، که واشنګټن وغواړي ، دکرونا د بحران په موضوع کې دبیجینګ د ګرم بللو په باب خپلو کرغیړنو اقداماتو ته دوام ورکړي ، نو دغه هیواد به په مقابل کې جدي اقدامات غوره کړي .
دبیجینګ پرونۍ غبرګون په داسې حال کې رابرسیره شوی ، چې د امریکا د ولسمشر او خارجه وزیر پشمول امریکائي چارواکو د کرونا ویروس په ځاي د چین ویروس او د ووهان ویروس ټکي کارولي دي .
کابو یوه اونۍ مخکې هم د چین د خارجه وزارت ویندوي ژائو لیجیان د امریکا دپوځ په لاس دغه هیواد ته د کرونا ویروس د واردیدو د احتمال په باب څيني شکونه مطرح کړي وو .
د کرونا ویروس د خپریدا دلړۍ په اوج کې د چین او امریکائی چارواکو ترمینځ د خولې شخړې او رسندوئي ترینګلتیاوې زیاتې شوي دي او دواړه هیوادونه د کرونا ویروس د رامینځةکیدا د عامل په توګه د یوه بل په تورنولو سره او همداراز د مقابل لوري دخبریالانو په کمولو او ویستلو سره د مقابل لوري په ضد دخپل مخالف دریځ نندارې ته د وړاندې کولو هڅه کوي.