په سوریې کښې عمومي بښنه اعلان شوي ده
Mar 23, 2020 01:10 Asia/Kabul
زمونږ خبریال وايي د سوریې ولسمشر بشار اسد د روان میلادي کال د مارچ د میاشتې له دوه ویشتمې (۲۲) نیټې څخه د وړاندې ترسره شویو جرمونو لپاره د عمومي بښنې حکم صادر کړ .
د سوریې د ولسمشر بشار اسد په نوي حکم کښې د ځینو شرطونو په لغو کیدا سره ځینې سزاګانې چې په پخوانیو حکمونو کښې په عمومي بښنې کښې نه وې شاملې هم ورځاې کړې شوي دي .
د سوریې د ولسمشر بشار اسد د عمومي بښنې حکم په شخصي دوسیو په غور کولو کښې هیڅ اغیز نلري او دغه غورونه د محکمو په واک کښې پاتې کیږي .
د سوریې ولسمشر بشار اسد له دې مخکې هم څو ځله د عمومي بښنې حکمونه ورکړي وو .
ټیګونه