امریکا اوس هم د سوریې ترهګرو ته وسلې استوي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i88976-امریکا_اوس_هم_د_سوریې_ترهګرو_ته_وسلې_استوي
د سوریې رسمي خبري اژانس سانا راپور ورکړ د سوریې د کډوالو د بیرته ستنیدا په چارو کښې د روسیې او د سوریې د غږملتیا مرکز وویل امریکا د کورونا وایروس له خپریدا سره د مقابلې په پلمه «الرکبان» کیمپ ته د مرستو د استولو په پوښښ کښې په سوریې کښې ترهګرو ته پوځي تجهیزات او وسلې استوي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 30, 2020 00:16 Asia/Kabul
  • امریکا اوس هم د سوریې ترهګرو ته وسلې استوي

د سوریې رسمي خبري اژانس سانا راپور ورکړ د سوریې د کډوالو د بیرته ستنیدا په چارو کښې د روسیې او د سوریې د غږملتیا مرکز وویل امریکا د کورونا وایروس له خپریدا سره د مقابلې په پلمه «الرکبان» کیمپ ته د مرستو د استولو په پوښښ کښې په سوریې کښې ترهګرو ته پوځي تجهیزات او وسلې استوي .

د سوریې د کډوالو د بیرته ستنیدا په چارو کښې د روسیې او د سوریې د غږملتیا مرز پرون وویل امریکا د بشر دوستانه مرستو په نوم ترهګرو ته د تجهیزاتو د استولو او دټرکونو د تیرولو په هدف سره په ملګروملتونو دباو اچوي .

دغه مرکز وویل سوریه پاکو شویو سیمو ته په الرکبان  کیمپ کښې د  ټولو موجودو کسانو د ستنولو کلکه اراده لري خو امریکا د ترهګرو ګوډاګیانو او د وسله والو ملیشا ډلو په وسیله چې په ډیرو انساني مرستو  سلطه لري په کیمپ کښې د موجودو بندو شویو کسانو د بیرته ستنیدا په لاره کښې خنډونه جوړوي .

الرکبان کیمپ د سوریې په جنوب کښې التنف پوځي اډې ته چې د امریکا په نیواک کښې ده پروت دی  .

امریکا تراوسه الرکبان کیمپ ته د سوریې د  حکومت لخوا د بشر دوستانه مرستو د استولو او له دغه کیمپ څخه د  کډوالو امن سیمو ته د استولو خنډ شوي ده .