د ایران پرضد د امریکا بندیزونه باید وځنډیږي
فارس خبري اژانس وايي له کورونا وایروس سره د مقابلې لپاره د ایران په وس باندې د امریکا د یواړخیزه بایکاټونو په منفي اغیز باندې د نړیوالو چارواکو او د ځینو هیوادونو له سختو نیوکو وروسته د امریکا د ولسي جرګې کانګرس او د مشرانو جرګې سینا دوه دیرشو (۳۲)غړیو د تهران پرضد د واشنګټن د بایکاټونو د کمولو غوښتنه وکړه .
د امریکا د ولسي جرګې کانګرس او دغه راز د مشرانو جرګې سینا دوه دیرشو (۳۲) غړیو خارجه وزیر مایک پمپئو او د خزانې وزیر اسټیو منوچین ته په ګډ لیک کښې د کورونا وایروس د خپریدا دنړیوال بحران په دلیل د ایران پرضد د امریکا د بایکاټونو د ځنډولو غوښتنه وکړه .
د امریکا د کانګرس او د مشرانو جرګې دغو استازیو په دغه لیک کښې دکورونا وایروس د خپریدا په وخت کښې د ایران پرضد د ولسمشر ټرمپ د حکومت د زیات دباو د راوستلو د سیاست په نامناسب او بې موقعې بللو سره ټینګار وکړ په ایران کښې د کورونا وایروس د کړکیچ لا پسې زیاتولو ته لمن وهل نه یوازې د ایران خلکو ته بلکې د امریکا او د نړۍ خلکو ته هم ګواښ کوي .