د امریکا څه د پاسه دوه لکه ښاریز کورنا وایروس لري
https://parstoday.ir/ps/news/world-i89033-د_امریکا_څه_د_پاسه_دوه_لکه_ښاریز_کورنا_وایروس_لري
زمونږ خبریال وايي په امریکا کښې په کورونا وایروس د ککړو کسانو د شمیر په زیاتیدا سره اوس دغه شمیر له دوه لکه کسانو ډیر شوی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 02, 2020 00:28 Asia/Kabul
  • د امریکا څه د پاسه دوه لکه ښاریز کورنا وایروس لري

زمونږ خبریال وايي په امریکا کښې په کورونا وایروس د ککړو کسانو د شمیر په زیاتیدا سره اوس دغه شمیر له دوه لکه کسانو ډیر شوی دی .

د امریکا رسنیو پرون وویل په هیواد کښې په کورونا وایروس د ککړو کسانو شمیر دوه لکه نهه زره او یوسلو پینځو(۲۰۰۰۹۰۵) ته رسیدلی دی چې څلور زره او شپږ سوه اته پنځوس (۴۶۸۵) ترې مړه شوي هم دي .

امریکا اوس په کورونا وایروس د ککړو هیوادونو په سر کښې ورغلي ده .

د امریکا حکومت چې له نورو هیوادونو څخه ډیر وروسته یې په کورونا وایروس د ککړو کسانو  تشخیص ته مخه کړي ده همدا اوس د زیاتو ناروغانو په دلیل د تشخیص کیټونه نلري .

د روغتیا نړیوالې ادارې ویلي دي امریکا به په نږدې راتلونکي کښې د کورونا وایروس د خپریدا په مرکز بدله شي .

د امریکا روغتونونو ویلي دي د هیواد شپږنوي میلیونه ښاریز به په کورونا وایروس ککړ شي چې څلور لکه اتیا زره کسان به ترې ووژل شي .