ټویټر اینټرنیټ پاڼې د ایران ځینې سایټونه تړلي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i89072
زمونږ خبریال وايي د ایران د اسلامي انقلاب د ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي د اثارو د خپرولو او د ساتلو د دفتر د نړیوالو فعالیتونو په مخنیوي کښې د ټویټر اینټرنیټ پاڼې کارړنګونې هماغه راز دوام لري .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Apr 04, 2020 05:01 Asia/Kabul
  • ټویټر اینټرنیټ پاڼې د ایران ځینې سایټونه تړلي

زمونږ خبریال وايي د ایران د اسلامي انقلاب د ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي د اثارو د خپرولو او د ساتلو د دفتر د نړیوالو فعالیتونو په مخنیوي کښې د ټویټر اینټرنیټ پاڼې کارړنګونې هماغه راز دوام لري .

د امریکا ټویټر اینټرنیټ  پاڼې د روان میلادي کال د مارچ د میاشتې په یودیرشمه (۳۱) نیټه خامنه اي ټکی ایي ار  (khamenei.ir) اینټرنیټ پاڼې ته اړونده ټول سایټونه چې د نړۍ په بیلابیلو ژبو باندې ټولنیز فعالیتونه کوي وتړل .

د امریکا د ټویټر اینټرنیټ پاڼې دغه اقدام د بهرنیو رسنیو د فعالانو له غبرګون سره مخ شو او ټویټر شرکت څو ساعته وروسته د خامنه اي ټکی ايي ار  د انګریزې او د فارسۍ ژبې سایټونه بیا خلاص کړل او په یوې (۱) بیانیې کښې یې ادعا وکړه د دغو اینټرنیټ سایټونو بندیدل په دغه شرکت کښې د یوې (۱) داخلي غلطۍ د رامینځته کیدا په دلیل وو او په همدې دلیل دغه سایټونه بیا خلاص شول .

د ټویټر اینټرنیټ پاڼې د دغه ادعا په اپوټه د څلورو (۴) ورځو له تیریدا وروسته اوس هم په عربۍ ، فرانسې او اردو ژبو د خامنه اي ټکی ايي ار  سایټ پاڼې او دغه راز خامنه اي سلیش ویډیو اینټرنیټ پاڼې اوس هم تړل شوي دي .

له دې مخکې هم اینسټاګرام ، یوټیوب او فیسبوک اینټرنیټ پاڼو په ورته اقدام کښې په ځلونو د خامنه اي ټکی ايي ار  اینټرنیټ سایټ پاڼې بندې کړي دي .