ټولنیزې رسنۍ زیات دروغ خپروي
(last modified Sat, 04 Apr 2020 03:18:16 GMT )
Apr 04, 2020 07:48 Asia/Kabul
  • ټولنیزې رسنۍ زیات دروغ خپروي

زمونږ خبریال وايي اینټرنیټ د جعلي او دروغو خبرونو د خپرولو په مرکز بدل شوی دی .

اینټرنیټ او ټولنیزې رسنۍ(Social media ) د جعلي او د درغو خبرونو د خپریدا په مرکز بدلې شوي دي او په اینټرنیټ باندې اکثره خپریدونکي معلومات دروغ او بې بنیاده او بې بنسټه دي .

ځینې ساده خلک په دغو دروغو خبرونو باندې باور هم کوي او د اینټرنیټ او ډ ټولنیزو رسنیو یو(۱) دروغ څو ورځې مخکې ښکاره شو .

څو ورځې مخکې  په اینټرنیټ او ټولنیزو سایټونو داسې عکسونه خپاره شوي چې پکښې ښودل شوي په سړکونوباندې پیسې پرتې دي .

په اینټرنیټ سایټونو ویل شوي دي چې دغه پیسې د ایټالیا هیواد خلکو په سړکونو باندې غورځولي دي ځکه چې دغه پیسې په کار نه راځي .

په اینټرنیټ دغه خپاره شوي عسکونه په  کامل ډول جعلي او دروغ دي او هیڅ حقیقت نلري .

دغه راز په اینټرنیټ  باندې ځینې نور عکسونه خپاره شوي دي چې پکښې ویل شوي په وینزویلا هیواد کښې غلو بانک لوټ کړ او پیسې یې په سړکونو وغورځولې ځکه چې د دغه هیواد پیسې هیڅ ارزښت نلري او وروسته دغه پیسې خلکو په اور کښې وسوځولې .

دغه عکسونه او خبرونه په کامل ډول دروغ دي او هیڅ حقیقت نلري .