کورونا وایروس د انګلستان ۶۲۰۰ ښاریز مړه کړي دي
فارس خبري اژانس وايي د بریتانیا د روغتیا وزارت په هیواد کښې په کورونا وایروس د ککړو کسانو د وژلې شمیر څه د پاسه شپږ زره او دوه سوه تنه اعلان کړ .
د بریتانیا روغتیا وزارت پرون وویل په تیرو څلرویشتو (۲۴) ساعتونو کښې په دغه هیواد کښې په کورونا وایروس نور اته سوه څلور پنځوس ککړ کسان مړه شول او د مړو کسانو شمیر اوس شپږ زره او دوه سوه اویشتو ته رسیدلی دی .
په انګلستان کښې په کورونا وایروس د ککړو کسانو شمیر اوس کابو پینځه پنځوس زرو ته رسیدلی دی .
د بریتانیا د حکومت د طبي چارو سلاکار نائل فرګوسن خبرداری ورکړی دی په دغه هیواد کښې په کورونا وایروس د ککړو کسانو د وژلې شمیر شلو زرو ته د رسیدا امکان شته .
بل خبر داچې د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا هم بیګا وویل په هیواد کښې د کورونا وایروس له کبله د مړو کسانو شمیر اوه سوه پینځویشت (۷۲۵) تنو ته رسیدلی دی .
هغه په تیرو څلرویشتو (۲۴) ساعتونو کښې په ترکیې کښې په کورنا وایروس د درې زره او اته سوه دوه نوي نورو کسانو د ککړیدا خبر ورکړ او ویې ویل په دغه هیواد کښې تراوسه په دغه وایروس څلوردیرش زره او یوسل نهه کسان ککړ شوي دي .