ترکیې د ایران خلاف د امریکې په بندیزونو نیوکه وکړه
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر د ایران خلاف د امریکې بندیزونه ظالمانه او غیرانساني وبلل.
آران نیوز ویب سایټ لیکلي چې مولود چاووش اوغلو په واشنګټن ټایمز ورځپاڼه کښې خپره شوې خپلې مقالې کښې ولیکل: د ایران په شان هیوادونو خلاف د امریکې بایکاټونه په یو سیاسي اوزار بدل شوې دي او موخه یې د داسې هیوادونو په ګونډو کول دي چې د واشنګټن د سیاستونو اپوټه روان دي.
د ترکیې خارجه وزیر په دغه مقاله کښې زیاته کړې، په ایران باندې بندیزونه نه یوازې ایران ته بلکې د دغه هیواد ګاونډیانو ته هم تاوان رسوي او دغه کار د آزاد تجارت خلاف دی.
هغه دې ته په اشارې سره چې نړیوال نظام له کرونا مخکښې هم په ډیر بد حالت کښې و، وویل: نن سبا اولنې وړومبیتوب باید د انسانانو د ژوند ساتنه او په امنیت کښې د هغوي ساتل وي، خو د امریکې بندیزونو د روغتیا په شمول ټولې برخې تراغیز لاندې راوستې دي.