نخود یا چولې د بدن لپاره کومې ګټې لري ؟
https://parstoday.ir/ps/news/world-i89477-نخود_یا_چولې_د_بدن_لپاره_کومې_ګټې_لري
زمونږ خبریال وايي که چیرې د نخودو یعني د چولو خبره وشي نو په هر کور کښې چولې پخول کیږي او اکثره خلک له چولو چاټ جوړوي او ځینې خلک له یشلو هګیو او لوګانو سره نخود او چولې خوري او ځینې خلک د چولو او د نخودو پلاو هم پخوي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 21, 2020 10:44 Asia/Kabul
  • نخود یا چولې د بدن لپاره کومې ګټې لري ؟

زمونږ خبریال وايي که چیرې د نخودو یعني د چولو خبره وشي نو په هر کور کښې چولې پخول کیږي او اکثره خلک له چولو چاټ جوړوي او ځینې خلک له یشلو هګیو او لوګانو سره نخود او چولې خوري او ځینې خلک د چولو او د نخودو پلاو هم پخوي .

د نخودو یعني د چولو په هکله ډاکټران وايي چې چولې د پروټین د ترلاسه کولو یوه(۱) ښه وسیله ده او هغو ته د فائبر ، د میګنیشیم ، د پروټینو ، ائرن او د زنګ په شان د خوراکي شیانو مهمه سرچینه هم ویلی شو .

د نخودو یا د چولو ګټې په لاندې ډول دي :-

نخود یا چولې د انسان د هاضمې سیسټم ښه کوي او مونږ د قبض ، خیټې درد په شان له مشکلاتو څخه لیرې پاتې کیږو .

د نخودو یعني چولو په هکله ویل کیږي چې دا د کولیسټرول د مریضانو لپاره ډیره ګټه لري او دا دانسان د بدن د کولیسټرول په کمولو کښې هم مرسته کوي او د کولیسټرولو سویه انډوله ساتي .

نخود یا چولې د انسان د بدن د وزل په کمولو کښې مرسته کوي او زمونږ په بدن کښې اضافي کلوریز کموي .

نخود یا چولې د شکرې د ناروغانو لپاره ډیره ګټه لري .

نخود یا چولې په خپلو خواړو کښې څرنګه کښې شامل کړو ؟

د نخودو یا د چولو سالن یا ترکاري :-

د نخودو یا چولو په خواړو کښې  د شاملولو ترټولو اسانه او عام طریقه دا ده چې د هغه سالن یعني ترکارۍ جوړه کړي .

ټوله شپه نخود یا چولې په اوبو کښې واچوئ او بیا سهار وختي په دیګ بخار یعني پریشر ککر(Pressure Cooker) یا په بل کوم لوخي کښې دغه نخود ویشوئ او بیا یې ترکاري جوړه کړې او ویې خورئ چې  له وريژو او وچې ډوډۍ سره یې هم خوړلی شئ .

د نخودو یا د چولو ترکاري یا سالن نه یوازې خوندور بلکې د انسان د صحت لپاره هم ډیره ګټه لري .

د نخودو یا د چولو سوپ :-

نخود یا چولې د سوپ(Soup) په توګه هم په خواړو کښې شاملولی شو .

تاسو د چرګانو یا د سبزیو یو ډول سوپ پوخ کړئ او بیا په  کښې یشیدلي چولې واچوئ او سوپ وخورئ .

تاسو یقین وکړئ چې دغه سوپ له خوندور کیدا سره د صحت لپاره هم ډیره ګټه لري .

تاسو له ورزش وروسته هم د لږ شان لوږې په وخت د نخودو یا چولو سوپ خوړلی شئ او د شپې د ډوډۍ په وخت هم سوپ خوړلی شئ .

د نخودو یا د چولو چاټ :-

د نخودو یا د چولو د چاټ د نوم په اوریدو سره د ټولو په خولو کښې اوبه راځي چې اوس چاټ مخ ته وائ او مونږ هغه خوړلی .

د نخودو یا چولو چاټ له خوندور کیدا سره ګټور خواړه هم  دي ځکه چې پکښې ټماټر یعني سره بانجان ، بدرنګ ، پیاز ،لوګان او د موسم نورې سبزیانې هم پکښې شاملې دي .

د نخودو یا چولو په سوپ کښې د خوند د راوستلو لپاره مونږ مصالحې وغیره هم شاملولی شو .

د نخودو یا چولو چاټ یو (۱)ګټور خواړه دي .