په عربستان کې د پانسۍ سزا سیاسی وسله جوړه شوي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i89491-په_عربستان_کې_د_پانسۍ_سزا_سیاسی_وسله_جوړه_شوي
په تیرو مارچ اپریل میاشتو کې په عربستان کې ۳۷کسان پانسي شوي ، چې په هغو کې ۳۲شیعیان وو، چې له دوي څوارلس کسان په اعتراضونو کې د ګډون په دلیل په پانسۍ محکوم شوي وو .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 22, 2020 01:50 Asia/Kabul
  • په عربستان کې د پانسۍ سزا سیاسی وسله  جوړه شوي

په تیرو مارچ اپریل میاشتو کې په عربستان کې ۳۷کسان پانسي شوي ، چې په هغو کې ۳۲شیعیان وو، چې له دوي څوارلس کسان په اعتراضونو کې د ګډون په دلیل په پانسۍ محکوم شوي وو .

این بی سی نیوز چینل  راپور ورکړی ،  دبخښنې نړیوالې ادارې  دیوې اعلامیې په خپرولو سره په سعودي عربستان کې د   دپانسۍ سزا، د خپلو مخالفانوپه تیره بیا د  اهل تشیع   په ضد د آل سعود رژيم  یوه سیاسی وسله  بللې ده .   

  په دغه راپور کې وئيل شوي دي ،په تیرو مارچ  اپریل میاشتو کې  په عربستان کې ۳۷کسان پانسي شوي ، چې  په هغو کې  ۳۲شیعیان وو، چې له دوي  څوارلس کسان   په اعتراضونو کې د ګډون په دلیل  په پانسۍ محکوم شوي  وو .

 د بخښنې   دنړیوالې ادارې په  وروستۍ اعلامیې کې  وئيل شوي دي ،  په نړۍ کې  د پانسیو له پنځه فی صدي کمیدا  سره سره ،په ۲۰۱۵کال کې  دملک سلمان بن عبدالعزیز  واک ته د رسیدو له وخت راهسې  په عربستان کې  پانسۍ دوه بربره زیاتې شوي دي .

 دبخښنې نړیوالې ادارې پخپل یوه وروستي  ۵۹مخیز راپور کې  وئیل شوي دي ،  په سعودي عربستان کې د پانسۍ د موردونو احصائې  په ۲۰۱۸کال کې یو سل نهه څلویښت موردونه وو ،چې  دا شمیر په ۲۰۱۹کال کې  یو سل څلور اتیا موردونو ته زیات شوی ، چې  په تیرو لسو کلونو کې بې ساری  ښودل شوی دی . په دغه راپو رکې وئیل شوي دي ، دپانسۍ سزا په سعودي عربستان کې   دسیاسی او مذهبی مخالفانو په ضد  په یوې سیاسی وسلې بدله شوي  او ناوړه استفاده ترې کیږي .