د اسټرالیا په یوې میرمنې سخت جنسي تیری شوی
زمونږ خبریال وايي د اسټرالیا یوه (۱) ښاریز څلوردیرش(۳۴) کلن نیکولس جان کریلی تر درویشتو (۲۳)ورځو پورې په یوې میرمنې جنسي تیری وکړ او په هغې یې خپل غول خوړل .
په اسټرالیا کښې یوه(۱) څاروي ډوله انسان د یوې (۱) میرمنې په تښتولو سره تر درویشتو (۲۳) ورځو پورې په هغې جنسي تیري وکړل او سخت ظلمونه یې ورباندې کړل چې سړی بیخي حیرانیږي .
د اسټرالیا دغه ښاریز نوموړي میرمنه په اوور باندې کینوله او هغې ته یې خپل غول ورکول او د بدن په غړیو به یې اوبه شیندلې .
د اسټرالیا تښتول شوي میرمنه وهل شوي هم ده چې له کبله یې د بدن هډوکي مات شوي دي .
کله چې پولیسو دغه میرمن وموندله نو د بدن شپږڅلویښت (۴۰) فیصده برخې یې سوځیدلي وې او مخ یې پرې پرې شوی وو لکه چې په چاړې سره غوڅ شوی وي .
د اسټرالیا څارنوالې سینډرا کیوپینا محکمې ته وویل د اغیزمنې شوي میرمنې مخ او بدن دومره د زخمونو په وجه خراب شوي دي چې پکښې چینجي شوي دي .
که چیرې دغه میرمن څو ورځې هم له دغه وحشي سړي سره وائ او روغتون ته نه وړل کیدله نو تراوسه به مړه وه .