انګلستان په ځپونکو رژیمونو زیاتې وسلې خرڅوي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i89611-انګلستان_په_ځپونکو_رژیمونو_زیاتې_وسلې_خرڅوي
ګارډین ورځپاڼې راپور ورکړ د خپرو شویو شمیرنو پراساس د بریتانیا حکومت د نړۍ په ځپونکو رژیمونو د وسلو خرڅول زیات کړي دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 26, 2020 10:02 Asia/Kabul
  • انګلستان په ځپونکو رژیمونو زیاتې وسلې خرڅوي

ګارډین ورځپاڼې راپور ورکړ د خپرو شویو شمیرنو پراساس د بریتانیا حکومت د نړۍ په ځپونکو رژیمونو د وسلو خرڅول زیات کړي دي .

د وسلو د خرڅولو په باره کښې د  بریتانیا د حکومت رسمي شمیرنې د دې ښودنه کوي چې لندن د ۲۰۱۸ میلادي کال په نسبت په تیر میلادي کال کښې د نړۍ په ځپونکو رژيمونو د وسلو خرڅول تر یوه (۱) میلیارډ سټرلینګ پونډو پورې زیات کړي دي .

دغه شمیر څه دپاسه درې سوه (۳۰۰) فیصده زیاتوالی ښي چې  د وسلو  د کنټرول ملاتړو ډلو ورباندې سخته نیوکه کړي ده .

دغه ډلې وايي چې د بریتانیا حکومت په بشري حقوقو باندې ګټو ته ترجیح ورکوي .

د وسلو خرڅولوته د اړونده تحلیلي شمیرونو پراساس په تیر میلادي کال کښې بریتانیا له اتو څلویښتو (۴۸) هیوادونو څخه په شپږویشتو (۲۶) هیوادونو د  درې میلیارډه  سټرلینګ پونډو په ارزښت وسلې خرڅې کړي دي .

د ازادۍ د کور په نوم د بشري حقوقو موسسه دغه شپږویشت (۲۶) هیوادونه د خلکو ځپونکي رژیمونه ګڼي .  

د وسلو له تجارت سره د مقابلې د کمپاین یوه (۱)غړي اینډرو سمیت وویل د بریتانیا د  وسلو د جوړولو صنعت د بشري حقوقو د خلاف ورزۍ کونکو ، ظالمانو او د دیکتاتورانو تر سلطې لاندی دی .

د بریتانیا حکومت د سعودي عربستان د وسلو اصلي تامینونکی دی هغه هم په داسې شرایطو کښې چې په یمن د سعودي عربستان او د هغه د ګوډاګیانو په څه دپاسه پینځه (۵) کلونو حملو او تیریو کښې په لسګونو زره خلک مړه او په میلیونونو نور کډوال شوي دي .