د انګلستان په حکومت نیوکې زیاتې شوي دي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i89697-د_انګلستان_په_حکومت_نیوکې_زیاتې_شوي_دي
ایرنا خبري اژانس وايي د بریتانیا د حکومت تر ټولو ستر مخالف ګوند کارګر مشر کیر سټارمیر (Keir Rodney Starmer) په هیواد کښې د کورونا ویروس د وژل شویو کسانو دشمیر د زیاتیدا په هکله خبرداری ورکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 30, 2020 01:22 Asia/Kabul
  • د انګلستان په حکومت نیوکې زیاتې شوي دي

ایرنا خبري اژانس وايي د بریتانیا د حکومت تر ټولو ستر مخالف ګوند کارګر مشر کیر سټارمیر (Keir Rodney Starmer) په هیواد کښې د کورونا ویروس د وژل شویو کسانو دشمیر د زیاتیدا په هکله خبرداری ورکړ .

د بریتانیا د کارګر ګوند نوي مشر کیر سټارمر پرون د پارلمان په غونډې کښې وویل په هیواد کښې  په کورونا ویروس د ککړو  کسانو د زیاتیدا بهیر به زر له نورو اروپايي هیوادونو څخه زیات شي .

هغه وویل زمونږ د محاسباتو پراساس تراوسه په بریتانیا کښې د کورونا ویروس له کبله څه دپاسه اوه ویشت زره او دوه سوه اوه څلویښت کسان مړه شوي چې دغه شمیر د لندن د حکومت له رسمي شمیرنو سره زیات اختلاف لري .

د بریتانیا د کارګر ګوند مشر کیر سټارمیر وویل د لندن حکومت د کورونا له ساري ناروغۍ سره د مقابلي په رودې کښې کمزوری عمل کړی دی او همدا اوس د قطرنطینه له شرایطو د وتلو لپاره هیڅ پروګرام نلري .