افغانستان له روغتایې کړکيچ سره مخامخ دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i89723-افغانستان_له_روغتایې_کړکيچ_سره_مخامخ_دی
زمونږ خبریال وايي د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي څارونکي موسسې سیګار(Special Inspector General for Afghanistan Reconstruction) مشر جان سوپکو ولسي جرګې کانګرس ته په یوه (۳) راپور کښې خبرداری ورکړ افغانستان د روغتیا کمزوری نظام لري او له ناوړه خواړو ، جنګ او نورو مشکلاتو سره مخ دی د روغتیا له غمیزې سره مخامخ دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 01, 2020 08:16 Asia/Kabul
  • افغانستان له روغتایې کړکيچ سره مخامخ دی

زمونږ خبریال وايي د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي څارونکي موسسې سیګار(Special Inspector General for Afghanistan Reconstruction) مشر جان سوپکو ولسي جرګې کانګرس ته په یوه (۳) راپور کښې خبرداری ورکړ افغانستان د روغتیا کمزوری نظام لري او له ناوړه خواړو ، جنګ او نورو مشکلاتو سره مخ دی د روغتیا له غمیزې سره مخامخ دی .

دغه راپور چې پرون جان سوپکو کانګرس ته وړاندی کړی د امریکا په چارواکو او د کانګرس په استازیو کښې دغه اندیښنې زیاتولی شي چې کورونا ویروس د واشنګټن ترمشرۍ لاندې د سولې خبرواترو ته ګواښ کوي .

دغه راپور وویل د کورونا وایروس په افغانستان ډير اغیز کړی دی او د سولې پروسه یې پیچلي کړي ده او د سرحدونو د تړل کیدا او د اقتصادي او د بشري مرستو د استول کیدا مخه یې نیولي ده .

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي موسسې سیګار مشر جان سوپکو وویل د افغانستان په بې وزله هیواد کښې د خوراکي شیانو د بیو زیاتیدل به کړکیچ نور هم پسې زیات کړي .

څرنګه چې په افغانستان کښې کورونا ویروس په زیاتیدا دی امریکا په طالبانو او ولسمشر اشرف غني ټینګار کړی  دی چې په زرګونو طالبان او حکومتي بندیان چې له خطر سره مخ دي خوشي کړي .

په افغانستان کښې د کورونا ویروس له کبله تراوسه څلورشپیته (۶۴) کسان مړه شوي او ۲۲۰۰ نور کسان په دې غه ناروغۍ ککړ شوي هم دي .