کورونا ویروس د امریکا ۳۰ میلیونه خلک بې روزګاره کړي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i89728-کورونا_ویروس_د_امریکا_۳۰_میلیونه_خلک_بې_روزګاره_کړي
زمونږ خبریال وايي په امریکا کښې د کورونا ویروس له خپریدا وروسته تراوسه دیرش (۳۰) میلیونه خلک بې روزګاره شوي دي او هغوې د مفتو ډوډیو خوړلو ځایونو ته مخه کړي ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 01, 2020 09:33 Asia/Kabul
  • کورونا ویروس د امریکا ۳۰ میلیونه خلک بې روزګاره کړي

زمونږ خبریال وايي په امریکا کښې د کورونا ویروس له خپریدا وروسته تراوسه دیرش (۳۰) میلیونه خلک بې روزګاره شوي دي او هغوې د مفتو ډوډیو خوړلو ځایونو ته مخه کړي ده .

په امریکا کښې دغه راز ډیر خلک بې کوره شوي هم دي او هغوې په سړکونو او واټونو کښې ویده کیږي .

دغه راز په اروپايي هیوادونو کښې هم اوه اعشاریه څلور فیصده خلک بې روزګاره شوي دي او د ډوډۍ دخوړلو لپاره پیسې نلري .

بل خبر دا چې په انګلستان کښې به هره ورځ د کورونا وایروس د زرګونو کسانو ازموینې ترسره شي .

د انګلستان لومړي وزیر بوریس جانسن وویل په دغه هیواد کښې کورونا ویروس زیات خپور شوی او زه به د کاروبار د بندولو ستراتيژۍ راتلونکي اونۍ اعلان کړم .

دا په داسې حال کښې دي چې په انګلستان کښې د کورونا ویروس له کبله د  خلکو مړینه زیاته شوي او په لومړي وزیر جانسن نیوکې هم ډيرې شوي دي .

په اسپانیا ، ایټالیا او نورو اروپايي هیوادونو کښې هم کورونا وایروس ډیر خلک وژلي او زیات شمیر کسان یې بې روزګاره کړي هم دي .