کورونا ویروس د امریکا د ښاریزو وژلې ته دوام ورکړی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i89743-کورونا_ویروس_د_امریکا_د_ښاریزو_وژلې_ته_دوام_ورکړی
زمونږ خبریال وايي کورونا ویروس د امریکا ۶۵۰۰۰ ښاریز ووژل .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 02, 2020 00:51 Asia/Kabul
  • کورونا ویروس د امریکا د ښاریزو وژلې ته دوام ورکړی

زمونږ خبریال وايي کورونا ویروس د امریکا ۶۵۰۰۰ ښاریز ووژل .

د  امریکا رسنیو بیګا وویل په دغه هیواد کښې په کورونا ویروس د ککړو کسانو شمیر یو میلیون او یولک نهویشت زره او شپیتو کسانو ته رسیدلی دی چې پینځه شپیته زره او اوه سوه څلرویشت ترې مړه شوي هم دي .

امریکا همدا اوس په کورنا ویروس د ککړو کسانو او د مړو کسانو له پلوه  په نړۍ کښې په لومړي لمبر کښې ورغلي ده .

د امریکا په حکومت په تیره بیا ولسمشر ټرمپ باندې د کورونا ویروس د پراخیدا په وړاندې د بې مسولیتۍ په دلیل نیوکې زیاتې شوي دي .

د امریکا د روغتونونو ټولنې ویلي دي احتمال شته چې د هیواد شپږنوي  (۹۶) میلیونه خلک په کورونا ویروس ککړ شي چې څلور لکه اتیا زره کسان به ترې مړه هم شي .