امریکایي چارواکي: له سوریې څخه وتل په ایجنډا کښې نه لرو
د امریکایي ځواکونو شتون به په دغه هیواد کښې د ماموریت تر پایې دوام ولري او دا ماموریت د داعش ماتی دی.
د سوریې په چارو کښې د امریکا د ولسمشر ځانګړي استازي نن(شنبه۲می) وویل: زمونږ ځواکونه به د سوریې په شمال کښې پاتې وي او له دغه هیواد څخه وتل په ایجنډا کښې نه لرو.
د سوریې په چارو کښې د امریکا د ولسمشر ځانګړی استازی جیمز جفري (James Franklin Jeffrey) له الشرق الاوسط ورځپاڼې سره په مرکه په سوریې کښې د خپلو ځواکونو د غیر قانوني شتون په توجیه کښې وویل چې په سوریې کښې داعش تراوسه له ماتي سره نه دی مخامخ شوی.
جفري زیاته کړه: د سوریې په شمال کښې د امریکایي ځواکونو شتون به په دغه هیواد کښې د ماموریت تر پایې دوام ولري او دا ماموریت د داعش ماتی دی.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ څه موده مخکې د امریکایي ځواکونو د دروغو اتلوالی په څرګندولو سره ویلې و چې داعش په سوریه کې پای ته رسیدلی او نور په دغه هیواد کښې د امریکایي ځواکونو شتون ته اړتیا نشته.