هالینډ کښې سیلف سروس کلینک کار پیل کړ
May 04, 2020 09:01 Asia/Kabul
زمونږ خبریال وايي د کورونا ویروس له کبله په هالینډ هیواد کښې سلیف سرویس طبي کلینک خپل کار پیل کړ.
په هالینډ کښې د ښاریزو د اسانتیا لپاره یوه(۱) سلیف سرویس کلینک کار پیل کړی دی چیرې چې مریض د ډاکټر او نرسې له مرستې پرته خپله طبي معاینه کولای شي .
په دغه سیلف سرویس طبي کلینک کښې ناروغه کس د ویډیو ارتباط له لارې له ډاکټر سره خبرې کولای شي او په سینسرز(Sensors) سره خپله تبه ، د وینې دباو او د اکسیجن سویه چیک کولای شي .
د سیلف سرویس طبي کلینک جوړونکي جین فیلیپ وویل د کورونا ویروس له ویرې څخه د خلک طبي کلینکونو ته له ورتلو ویریږي او په دې هکله ډاکټران هم اندیښمن دي او په همدې خاطر د دغه ستونزې د حل لپاره د سیلف سرویس طبي کلینک کار پیلول ترټولو ښه حل لاره ده .
ټیګونه