کورونا ویروس د بریتانیا ۲۳ فیصده کسان بې کاره کړي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i89854-کورونا_ویروس_د_بریتانیا_۲۳_فیصده_کسان_بې_کاره_کړي
اینډي پینډینټ ( Independent) ورځپاڼې راپور ورکړ د بریتانیا د کار د بازار نوي اطلاعات وايي د کورونا ویروس په خپریدا سره د هیواد کابو درویشت (۲۳) فیصده خلک بې روزګاره رشوي دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 05, 2020 08:20 Asia/Kabul
  • کورونا ویروس د  بریتانیا ۲۳ فیصده کسان بې کاره کړي

اینډي پینډینټ ( Independent) ورځپاڼې راپور ورکړ د بریتانیا د کار د بازار نوي اطلاعات وايي د کورونا ویروس په خپریدا سره د هیواد کابو درویشت (۲۳) فیصده خلک بې روزګاره رشوي دي .

دغه اطلاعات زیاتوي په هغه پلان سره چې د انګلستان حکومت د کارونو د بچ پاتې کیدا په نوم سره د کورونا ویروس په خپریدا سره اجرايي کړی دی   په کاري ځواک  کښې له هرو څلورو (۴) کسانو څخه یو(۱) کس بې کاره شوی دی .

دغه راپور وايي د روان میلادي کال د اپریل د  میاشتې په شلمه(۲۰) نیټه د کارونو د بچ کولو د پلان د اجرا له وخت راهسې په بریتانیا کښې څه دپاسه اته لکه  موسسو او ادارو خپل کارکونکي له کارونو لیرې کړي دي چې دغه اقدام د حکومتي برخې لپاره اته(۸) میلیارډه  سټرلینګ پونډه لګښت لرلی دی .

د بریتانیا د حکومت اقتصاد او مالیې وزارت ته اړوند د بودجې د مسولیت دفتر اټکل کړی دی د کارکونکو د څنګ ته کولو پلان به  چې دغه وزارت اجرا کړی دی په راتلونکي کښې نهه دیرش (۳۹) میلیارډه سټرلینګ پونډه لګښت ولري .

د بریتانیا لیبرال ډیموکراټ ګوند د دغه پلان د ختمولو غوښتنه کړي ده .