پینځه کلن ماشوم څرنګه ګاډی چلوه
May 06, 2020 08:28 Asia/Kabul
زمونږ خبریال راپور راکړی د امریکا په یوټا ایالت کښې پولیسو په لویه لاره کښې پینځه (۵)کلن ګاډی چلونکی هلک ونیوه .
د امریکا په یوټا ایالت کښې پولیس په لویه لاره کښې د پینځه (۵) کلن هلک لخوا د ګاډي په چلولو سره حیرانه شول .
پولیسو هلک ته د ګاډي د درولو اشاره وکړه او هلک هم ګاډی ودروه .
دغه هلک د پولیسو پوښتنې ته په ځواب کښې وویل زما مور ما ته د لامبورګیني ګاډي له چلولو څخه انکار کړی وو او ما فیصله وکړه چې له کیلي فورنیا ایالت څخه به ګاډی اخلم .
د امریکا د یاټا پولیسو وویل له دغه پینځه (۵) کلن هلک سره په جیب کښې یوازې درې (۳) ډالره وو او هغه له کور څخه کابو پینځه(۵) کلومیټره مزل کړی وو او له نیکمرغه کومه پیښه رامینځته نشوه .
ټیګونه