میږي هم د انسانانو په شان دماغ استعمالوي
زمونږ خبریال وايي کله چې د انسان د جسمي جوړښت خبره کیږي نو هغه یوه(۱) ځناور ته ورته بل کیږي چې د ګوریلا کورنۍ ځناور یې په سر کښې راځي .
که چیرې سائنس پوهان او ډاکټران کومه نوي دوايي یا درمل ازمویي یا یې تجربه کوي نو لومړۍ موږکانو یعني مږو ته ورکول کیږي .
انسان او موږکان په لیدو کښې له یوه بل سره هیڅ شباهت او ورته والی نلري .
خو سائینس پوهان وايي د موږکانو جینټیکل (Genetical) سیسټم بیخي د انسانانو د جینټیکي سیسټم په شان کار کوي .
په یوه(۱) نوي تحقیق کښې دغه خبره معلومه شوي ده یو(۱) بل مخلوق چې په لیدو کښې ډیر کوچنی دی خو پکښې د انسانانو په شان ځانګړتیاوې شته .
دغه کوچنی مخلوق میږي دي هو تاسو بیخ سم پوه شوي یاست دغه مخلوق میږي دي چې له انسانانو سره شباهت لري .
په سائینس مجلې کښې خپور شوی راپور وايي څرنګه چې د انسان د اعصابو یعني دماغو ښې او کیڼې برخې بیلابیل کارونه کوي دغه ډول د میږیو دماغ هم دې ته ورته کارونه کوي .
محققان وايي چې د انسان د دماغو په ښي او کیڼو برخو کښې بیلابیل اطلاعات جمع کیږي او کیڼه برخه د ژبنیو معلوماتو په راټولو کښې ماهره ده نو ښه برخه د بصري یعني تصویري معلوماتو په راټولو کښې مهارت لري .
په دغه دنیا کښې انسان واحد مخلوق نه دی چې دماغ یې په دې ډول کار کوي له دې سره سره د یوې (۱) کوچنۍ حشرې یعني د میږي دماغ هم دې ته ورته کار کوي .
په دې سربیره سانګ برډ (songbird)مرغۍ او زیبرا فیش( zebrafish) کب هم دغه صلاحیتونه لري چې ورته لیټرالایزیشن ویل کیږي .
دغه راز که چیرې د شاتو د مچۍ خبره وشي نو د دوې دماغ یوازې د خوشبو د پیژندلو لپاره دا ډول کار کوي خو محققان اوس د دې خبرې د معلومولو کوشش کوي چې په دغه بره بیان شویو مخلوقانو سربیره د نورو حشراتو د دماغو دوې (۲) برخې په جلا جلا ډول اطلاعات راغونډولی شي او که نه .؟