کورونا ویروس د ایټالیا ۳۰۰۰۰ خلک وژلي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i89942-کورونا_ویروس_د_ایټالیا_۳۰۰۰۰_خلک_وژلي
تسنیم خبري اژانس وايي د ایټالیا حکومت بیګا وویل په تیرو څلرویشتو(۲۴) ساعتونو کښې په دغه هیواد کښې په کورونا ویروس یوزر درې سوه اوویشت (۱۳۲۷) نور کسان ککړ شوي او له کبله یې دوه سوه درې څلویښت (۲۴۳) نور مړه شوي هم دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 09, 2020 01:03 Asia/Kabul
  • کورونا ویروس د ایټالیا ۳۰۰۰۰ خلک وژلي

تسنیم خبري اژانس وايي د ایټالیا حکومت بیګا وویل په تیرو څلرویشتو(۲۴) ساعتونو کښې په دغه هیواد کښې په کورونا ویروس یوزر درې سوه اوویشت (۱۳۲۷) نور کسان ککړ شوي او له کبله یې دوه سوه درې څلویښت (۲۴۳) نور مړه شوي هم دي .

په دغو نویو شمیرنو سره په ایټالیا کښې په کورونا ویروس د ککړو کسانو شمیر دوه لکه اولس زره یوسل پینځه اتیا (۲۱۷۱۸۵) او د مړو کسانو شمیر هم دیرش زره دوه سوه یو (۳۰۲۰۱) ته رسیدلی دی .

ایټالیا حاضردمه د کورونا ویروس له کبله د وژل شویو کسانو له پلوه له امریکا او بریتانیا وروسته په دریم (۳) لمبر کښې ده .

په ټوله دنیا کښې په کورونا ویروس څه دپاسه درې میلیونه او نهه لکه یواویا زره خلک  ککړ شوي چې کابو یو میلیون او درې لکه اویا زره ترې ښه شوي او کابو دوه لکه درې اویا زره نور بیا مړه شوي هم دي .