روژه د خدای میلمستیا
https://parstoday.ir/ps/news/world-i89959-روژه_د_خدای_میلمستیا
خدایا اې په وحشت کې زما ملګریه او اې په غربت او پردیسی توب کې زما انډیواله
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
May 09, 2020 17:18 Asia/Kabul
  • روژه د خدای میلمستیا

خدایا اې په وحشت کې زما ملګریه او اې په غربت او پردیسی توب کې زما انډیواله

راوی :زمونږ وعده دا نه وه ، دا دوه لاریتوب ، دا بې انتها لاره ، دا چی نه پوهیږم باید څه وکړم . زمونږ وعده دا نه وه .

پالس :زه بوجۍ په اوږه او یوازې ، له لومړیو همداسې وم ، یوازې له تا سره ، ځکه څوک چی تا لری نو بیا څه کم لری او څوک چی تا نلری نو څه لري ؟یوازې ، بوجۍ په اوږه ، یو صندوق په لاس ، له تا سره په یوه بې انتها لاره کې .

پالس : ما سره څه کم دی ؟ هیڅه

کله چی ته شته یې ، نوهیڅ کم نلرم .

نو بیا ولې د یوازتیوب احساس لرم ، د غچ اخیستونکی د لاسونو په شان یې زما ورمیګه نه لاس چاپیره کړې او ورو ورومې خفه او مرداروی .پس ولې د دغې خاموشې لارې بی انتهاتوب زما امان له مینځه وړې دې ، مونږه چمتو یو چی ورسو ، ولاړ شو و ورسو . زمونږ وعده دا دومره سفر نه وو . دا دومره تلل ، او له نه رسیدو ویره ، سفر د ژوند یوه برخه ده . خدایا زه نه غواړم چی ټول ژوند مې مسافر وم .

پالس :خدایا ای په سختۍ کې  زما توښې او اې په بدو حالاتو کې زما امیده

اې چی زما سره یې  هم په سفر او هم په هر استوګن ځای کې .زه خبر یم چی ته پایداره او ابدی یې ، زه دې د یوه بی عاقبته ژوند لپاره نه یم پیدا کړې ، هره کیسه یوه پایه لری . او هر مسافر یوه ورځ هدف ته رسی ، خو زه ویره لرم ، تازه می په زړه کې یوه ویره رامینځته شوی ده چی د شیطان له جنسه ده .نه غواړم چی شیطان په ما کې نفوذ وکړی ، همدې لپاره راغلی یم چی تا سره خبرې وکړم  او ته ما ته لاره وښی .

خدایا  اې په وحشت کې زما ملګریه او اې په غربت او پردیسی توب کې زما انډیواله

لیرې بې هدفه سفرونو ستړې کړې یم  او دغې ستړیا له ما هیر کړی دي چی ولې مې سفر ته مخه کړه . دا چی هیر کړم په کوم هدف او مقصد مې دغه پردیسی توب او یوازیتوب ته غاړه کیښودلی ده ، ما یروی .

«««««««««««««««««««««««««««««««««««

خدایا اې په نعمت کې زما سرپرسته او اې په ښکیلیدا او مصیبت کې زما مرستندویه

پردیسی توب او غربت انسان بینوا کوی ، غلې کوی او بې غږه کوی ، پردیسی توب انسان هیرونکې کوی ، انسان کله په پردیسی توب عادت کړی نو له یاده یې ووځی چی  ټاکل شوی وه هدف او مقصد ته ورسی . ورو ورو له پردیبسی توب سره عادت کوی  او دا ما یروی ، دا چی باور مې شی یوازې یم .

««««««««««««««««««««««««««««««««

پلارنې کور مې چیرته دې ؟ مور مې چیرته دې ؟ په صندوق کې مې کوم څیزونه له ځان سره راوړی دي ؟ اوس د خوب وخت دې یا ویښتیا ؟سبا به له نن سره څه توپیرولري ؟د خپل حیاط په انار ونې پسې مې زړته خپه دې . ما یو وخت له یوه ځای سره اړه درلوده ، اوس زه د کوم ځای یم ؟

خدایا اې په لالهنده توب او سرګردانۍ کې زما لارښوده

دا له کوره په زرګونو کلومیټره لیرې والی  زه سرګردانه کړې یم ، تا له ما سره دغه تنهایی ته راغلې . زه له تا سره له قران لاندې ووتم ، هغه قران چی مور مې په لاس کې نیولې وو او په چوپتیا سره یې بدرګه کړم .هم هغه غلۍ وه او هم زه ، ترجیح مې ورکړ چی په چوپتیا کې خدای په امانۍ وکړم ، ځکه چی پوهیدم که څه ووایم نو دواړه به په ژاړه شو .

خدایا زه مور په تا وسپارلم  او ما په تا په توکل سره په لاره روان شوم .

خو دا سفر اوږد شوې دې او زه سرګردان یم ، په خپل کور پسې مې زړه خوږیږی اوزړه مې غواړی چی دا غربت او پردیسی توب تمام شی او زه کور ته ستون شم .

«««««««««««««««««««««««««««««««««««

خدایا اې په تنګدستۍ کې زما خزانې

زه په هغه  تنګدستۍ اومشکلاتو کې چی په یوازیتوب کې یې په اوږه وړم ، هغه مشکلات چی د دغه پردیسی توب نتیجه دي ، ښکیل شوې یم . دلته زما ښار ندې ، دا زما ټاټوپې ندې . زما ساه دغې خاورې او اوبوسره عادت نلری . ما  دومره له لیرې پرتی توبه خلاص کړې . زما مشکلات اسان کړې چی اسانونکې خداې یې .

رب یسر ولا تعسر ، زما د سهار او ماښام ذکر دې . ماته اسانه کړې او سختۍ مې ختمه کړې . په دغه ښار کې ما اشنا سره بلد کړې . ما له دغه بې ځوابه تکراری پوښتنې خلاص کړه ، له دې چی باید څه وکړم ؟ په یوازې سر له مشکلاتو سره جنګیدل د شیر زړه هم بوډا کوی ، یو ستړې سړې ، ارام ارام له پښو غورځیږی .

خدایا اې په بیچارګی او ستړیا کی زما پناه ځایه

زما لاس ونیسه او له دغه بی څوکتوب احساسه مې خلاص کړه

««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««

تل دې له خپل جنسه زما په لاره کی داسې انسانان راوستی دي چی د دغه ژوند پیټې سپک شی خو بیا پاې ته رسیدا او بیا د بی څوکتوب او یوازیتوب احساس ما ته راغلی دی . ورو ورو له دغه ښاره چی زما د خیالونو ښار وو ، بد مې راځی . زما خوبونو ته د رسیدا تاوان ډیر دروند وو .

خدایا اې په پریشانۍ کې زما مرسته کونکیه

له خپل جنسه یو بنده زما له ژوند سره زیات کړې ترڅو زما پردیسی توب ختم کړی . یوازې ته یې یکتا او واحد .

««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««

په دغه پردیسی توب او یوازیتوب کې باید سهار په سهار ځانته یادونه وکړم چی دا سفر ولې پیل شو او ما له ځان سره سه راوړی دي . اوس ما له ځان سره کومه توښه  راوړی ده . که وغواړم چی کور ته ستون شم نو مور لپاره به څه وړم . خدایا زما توښه له خوشحالۍ ډکه کړې . په دغه سفر کې زما د مور دعا ما سره ده ، ما د مور د دعا په برکت بیمه کړې  او نیک پاې ته ورسوې . زما د مور په خبره زما عاقبت په خیر کړې ، ما او د نړۍ درست مسافران .

««««««««««««««««««««««««««««««

اې په سختۍ کې زما توښې ، اې په ترخو وختونوکې زما  هیلې  ، اې په وحشت کې زما ملګریه ، اې په غربت او پردیسی توب کې زما انډیواله

اې په نعمت کې زما سرپرسته ، اې په ګرفتارۍ او ښکیلیدا کې زما مرستندویه ، اې په سرګردانۍ کې زما لارښونکیه ، اې په بې وزلۍ کې زما شتمنۍ ، اې په بیچارګۍ کې زما پناه ځایه ، اې په پریشانۍ کې زما مدد کونکیه ، ته پاک یې ، د تا تسبیح کوم ، له تا پرته بل معبود نشته ، فریاد اوریدونکیه ، فریاد اوریدونکیه ، مونږ ه له اوره وساته .

 ........... امین ثم امین ..........

د جوشن کبیر یولسم فراز .......