په امریکا کښې د بې کوره کسانو شمیر زیات شوی
ډیلي میل ورځپاڼې راپو ورکړ د کورونا ویروس له خپریدا وروسته د امریکا د پلازمینې واشنګټن په واټونو کښې د بې کوره خلکو د تمبووانو لګول درې سوه (۳۰۰) فیصده زیات شوي دي .
د بې کوره خلکو څه د پاسه څلورسوه (۴۰۰) تمبووان حاضردمه د واشنګټن په واټونو کښې دي چې په امریکا کښې د کورونا ویروس له خپریدا د مخکې وخت په نسبت د درې سوه (۳۰۰) فیصده ډیروالي ښودنه کوي .
دغه راپور وايي دغه حالت د امریکا د ښاریزو د اعتراض سبب شوی دی او پوهنځایونو ، ښوونځیو او د واشنګټن وسیدونکو د دغو سیمو چارواکو ته د شکایت په ترڅ کښې د نشه یانو د استعمالونکو سرینجونو او د بې کوره شویو کسانو لخوا له تولید شویو خځلو څخه د ښار د پاکولو غوښتنه کړي ده .
بل خبر دا چې د اقتصادي فعالیتونو د له سره پیلولو لپاره د بریتانیا د حکومت د پروګرام له اعلان وروسته ډیرو خلکو دغه اقدام غمیزه رامینځته کونکی وباله .
د بریتانیا د لیبر ګوند مشر کیر اسټارمر د اقتصادي فعالیتونو د له سره پیلولو لپاره د لومړي وزیر بوریس جانسن پروګرام ته په غبرګون کښې وویل هغه په میلیونونو خلکو ته وايې چې کارونه ته ورستانه شي پرته له دې چې روښانه پروګرام وړاندې کړي .