د کورونا په وخت ذهني دباو ډیر اهمیت لري
https://parstoday.ir/ps/news/world-i90056-د_کورونا_په_وخت_ذهني_دباو_ډیر_اهمیت_لري
زمونږ خبریال وايي د کورونا ویروس په وجه د خلکو دماغي روغتیا ډیره اغیزمنه کیږي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 13, 2020 12:02 Asia/Kabul
  • د کورونا په وخت ذهني دباو ډیر اهمیت لري

زمونږ خبریال وايي د کورونا ویروس په وجه د خلکو دماغي روغتیا ډیره اغیزمنه کیږي .

دغه حالت ته په پام سره د اینټرنیټ مشهور شرکت ګوګل په دغه مشکل وخت کښې څو داسې وړاندیزونه کړي دي چې تاسو په  ذهني دباو کنټرول ترلاسه کولای شئ .

د ګوګل اینټرنیټ پاڼې لخوا لومړۍ سپارښتنه وايي که چیرې تاسو له ذهني دباو سره مخامخ یاست نو په سکون او اطمینان سره اوږده سا واخلئ او بیا په دې خبرې غور وکړئ چې تاسو څرنګه احساسوئ .

ګوګل اینټرنیټ سایټ وايي که چیرې تاسو د کورونا ویروس په خاطر له ذهني دباو څخه د ځان ژغورل غواړئ نو یو څه وخت د کورونا ناروغۍ په وخت له موادو او مطالبو ځانونه لیرې وساتئ .

د ګوګل اینټرنیټ پاڼې له سپارښتنې سره سم په ذهني دباو باندې د کنټرول د ترلاسه کولو لپاره ورزش وکړئ او پوره ویده شئ .

د کورونا له کبله د دکانونو او د کاروبار د بندیدا په وجه که چیرې تاسو بهر ته نشئ تللی نو له خپلو دوستانو او کورنۍ څخه لیرې شئ او له هغوې سره د ټیلي فون او د موبائیل ټیلي فون له لارې د اینټرنیټ له لارې د ویډیو په وسیله خبرې او ګپ شپ ولګوئ .