امریکا د ایران خلاف د وسلو بندیز نه شي تمدیدولې
په ملګرو ملتو کښې د چین دائمي نمایندګۍ پرون ټینګار وکړ چې امریکا د ایران خلاف د ملګرو ملتو د امنیت شورا د وسلو بندیزونه نه شي تازه کولې.
په ملګرو ملتو کښې د چین استازي په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې امریکې له ایټمي موافقې په وتلو سره د امنیت شورا په ۲۲۳۱ پریکړه لیک کښې خپلې ژمنې ماتې کړې دي، وویل: امریکا حتی د ایران خلاف د وسلو د بندیزونو د تمدیدولو حق نه لري لاپاتې دا چې وغواړي په آتومیټک توګه د بندیزونو د ستنیدو لاره فعاله کړي.
د چین نماینده هم داشان څرګنده کړه چې د ایټمي موافقې ساتنه د مخ په وړاندې تګ لپاره یوازنۍ ممکنه لاره ده.
له بلې خوا د روسیې د خارجه وزارت ویاندې ماریا زاخارووا پرون یوځل بیا ټینګار وکړ چې امریکا د امنیت شورا ۲۲۳۱ پریکړه لیک، د ایران خلاف د ولسو د بندیزونو د نوې کولو لپاره نه شي کارولې.