امریکا د امنیت شورا په غړیو دباو ته مخه کړي ده
https://parstoday.ir/ps/news/world-i90099-امریکا_د_امنیت_شورا_په_غړیو_دباو_ته_مخه_کړي_ده
ایرنا خبري اژانس وايي په ویانا کښې په نړیوالو موسسو کښې د روسیې استازي میخائیل اولیانوف وویل امریکا په ایران باندې د وسلو د بندیز د تمدیدولو لپاره د ملګروملتونو د امنیت شورا په غړیو د دباو د راوستلو سیاست ته مخه کړي ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 16, 2020 00:27 Asia/Kabul
  • امریکا د امنیت شورا په غړیو دباو ته مخه کړي ده

ایرنا خبري اژانس وايي په ویانا کښې په نړیوالو موسسو کښې د روسیې استازي میخائیل اولیانوف وویل امریکا په ایران باندې د وسلو د بندیز د تمدیدولو لپاره د ملګروملتونو د امنیت شورا په غړیو د دباو د راوستلو سیاست ته مخه کړي ده .

هغه وویل په ایران د وسلو د بندیز د تمدیدا او د اسنپ بیک په موضوع کښې د امریکا دریځ نه یوازې د منطق له نظره بلکې له حقوقي نظره ډیر کمزوری دی او د امریکا اقدامات د امنیت شورا په غړیو هیوادونو باندې د دباو لپاره هڅې ته ورته والی لري .

اولیانوف وویل په دې هکله نور دریځونه به په راتلونکو ورځو کښې بیان کړم .

هغه د اټومي تړون په وړاندې د ژمنو له دوام څخه د ایران ډډه کول د امریکا د زیات دباو د راوستلو د سیاست نیغ په نیغه نتیجه وبلله .

د ملګروملتونو د امنیت شورا د ۲۲۳۱ پریکړه لیک پراساس د  ایران پرضد د وسلو بایکاټ د روان میلادي کال په اکتوبر میاشت کښې پاې ته رسیږي .

روسیې او چین په ایران باندې د وسلو د بایکاټونو له تمدیدولو سره مخالفت کړی دی او ډيپلوماټانو او کارپيژاندو ویلي دي چې دغه دوه (۲) هیوادونه به د ملګروملتونو په امنیت شورا کښې په ایران د وسلو د بایکاټونو د تمدیدولو لپاره د امریکا هرډول مسوده ویټو (veto ) کړي .