د تهران او کابل ځینی نننۍ ورځپاڼې
د تهران د پښتو خپرونې او انټرنیټي سایټ خوږو مینه وا لو په دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو،په پيل کې هم د تهران او ورپسې هم د کابل چاپ ځينی ورځپاڼې درسره شریکې کوو . هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي .
د تهران چاپ ورځپاڼو په سر کې دا هم قدس ورځپاڼه ده چې پخپل انټرنیټي سایټ کې ئې لیکلی دي ،د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آ يت ا... العظمی سید علی خامنه اي پرون ناوخته د ایران د پوهنتونونو له محصیلینوسره د ویډیو ئي کنفرانس له لارې په ناستې کې روښانه کړې ده ،د هیواد د مشکلاتو درملنه د حزب الهي ځوانانو حکومت دی ،هیله ده ځوانان به دخپلو آېيډیاؤ او بریالیتوبونو بیرغ هماغه راز رپیدلی وساتي .
ورځپاڼې په دوام کې لیکلي دي،د ایران داسلامی شورا دمشر د بهرنیو اړیکو ځانګړي سلاکار حسین امیر عبداللهیان په یولړ څرګندونو کې وئيلي دي ، اسلامی ایران هماغه راز د سورئې له ملت او حکومت څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکوي او د سورئې د موضوع په باب د ایران اوروسیې ترمینځ د اختلافاتو آوازې چټي او دسیسه ګرې خبرې دي .
د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ په امریکاکې د کرونائي بحران په مدیریّت کې پر هغه ددغه هیواد دپخواني ولسمشر باراک اوباما د نیوکو په باب دیوې پوښتنې په ځواب کې اوباما یو بې کفایته او له ملنډو ډک کس وباله.
د صهیونیسټي رژيم معاریو ورځپاڼې په یوه راپور کې د تیریګر رژيم د پوځ د یوه پخواني افسر او لیکوال حایم مسغاف له قوله چې د لبنان دحزب ا... او دفلسطین د حماس غورځنګ په وړاندې ئې د صهونیسټي رژيم دپوځ پر کمزورتیا نیوکې کړي ، وئيلي دي ،سید حسن نصر ا... حق لري چې اسرائيل د عنکبوت د ځالې په څير وګڼي .
دا هم د تهران کیهان ورځپاڼه ده چې پخپل انټرنیټي سایټ کې ئې ليکلي دي ، په داسې شرائطو کې چې امریکا د اسلامی ایران په ضد تر ټولو سخت بندیزونه لګولي دي ، دایران دتیلو پنځمه کشتۍ هم دغو بندیزونو ته له پامه پرته د ونزویلا په لور روانه ده . داپه داسې حال کې دي چې د اسلامی ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف بیګا د ملګروملتو سرمنشي آنتو نیو ګوتریش ته په یوه لیک کې په کارایب سمندر کې د ونزویلا په لور د ایران د تیلی کشتۍ د مخنیوي لپاره د امریکا د دسیسه ګر سیاست په خطرناک بللو سره وئيلي دي ،که نړیوال مسئول اورګانونه دامریکا ددغه شان دسیسه ګرو اقداماتو په باب په خود کې نشي ، نو ممکنه ده راتلونکي شپې ورځې د یوه خطرناکې لوبې پيلیدونکي شي ، چې بیا به ئې کنټرولول د چا په لاس کې نه وي ،دغه شان لوبه له دې مخکې انګلستان هم بائللې ده .
ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دي ، دعراق پوځ او الحشد الشعبي مبارز ولسي ځواک د هیواد په لویدیځي سرحدي او صحرائي سیمو کې د داعشي جنایتکارو د تعقیبونې لپاره د :ټاپو د زمریو عملیات : په نامې سره پراخ پاکونکي عملیات پیل کړی او وئيل کیږي ، چې تر دې دمه په دغو عملیاتو کې په لسګونو تکفیر ترهه ګر هلاک او ټپیان شوي او دهغوي زیات شمیر پوځي تجهیزات او وسایل او یو شمیر پټنځایونه هم تباه شوي دي .
د امریکا د دفاع وزارت یا د پنټاګان چارواکو خبرداری ورکړی ، په آرام سمندر کې د امریکائي اوچیني ځواکونو ترمینځ په هر ډول احتمالی ډغرې کې به د امریکا پوځ بایلونکی وي او په دغې سیمې کې امریکا له چین سره له مخامخیدو ډډه کوي .
دغې ورځپاڼې همداراز په افغانستان کې داشرف غني او عبدا... عبدا...ترمینځ د قدرت د ویش د موافقې په باب مقاله لیکلې او وئيلي ئې دي ، دافغانستان د ولسمشرۍ دانتخاباتو له امله ددغه هیواد د دوو غوره سیاسي لورو ترمینځ له څو میاشتنیو کشمکشونو او ترینګلتیاؤ وروسته بلاخره هم اشرف غني اوعبدا... عبدا.... پخپل مینځ کې دقدرت د ویشلو موافقه لاسلیک کړه ، ددغې موافقې په دستورو کې پخوانی ولسمشر حامد کرزي،یو شمیر جهادي مشرانو او ځينو لوړپوړوحکومتي چارواکو هم شتون درلود. ددغې موافقې په اساس اشرف غني د ولسمشر په څوکۍ پاتې شو او عبدا.. عبدا... هم د سولې د عالی شورا مشري چې پنځه مرستیالان ،خپلواکه بودجه او مشخص صلاحیَتونه به ولري ، په غاړه واخسته او همداراز به په حکومت کې دیولسو وزارتونو څښتن هم شي .
دا هم د تهران همشهري ورځپاڼه ده چې پخپل انټرنیټي سایټ کې ئې لیکلی دي د امریکا او طالبانو ډلې ترمینځ په قطر کې د تش په نامې سولې د لاسلیک کیدا له درو میاشتو تیریدا سره سره په افغانستان کې جنګ جګړې هماغه راز په زیاتیدا دي او داپه داسې حال کې دي چې په دغه جنګ ځپلي هیواد کې په وروستیو یو شمیر مرګونو اوبوږنونکو حملو اوبمي چاودنو وښودله چې امریکا اوطالبانو ډلې د قطر د موافقې په اساس ددې په ځاي چې د جنګ ځپلی افغانستان ولس کراری اوآرامښت وویني پخپلو وینو کې هماغه راز لمبول کیږي ، له خپلې خوا په دغې موافقې کې هیڅ صداقت نندارې ته نه دی وړاندې کړی او هماغه راز له منافقته کار اخلي او دا د افغانستان ولس دی چې ددغو دواړو جنګ غواړو لورو دترینګلتیاؤ قرباني کیږي .
ورځپاڼې په دوام کې لیکلي دي ،د صهیونیسټ رژيم پولیسو په نیواکي ټاټوبو کې د چین د سفیر په کور کې د هغه د مړي دموندلو خبر ورکړی او وئيلي ئې دي ، په دې اړه څيړنې روانې دي چې د چین سفیر د مړینې علت څه کیدلی شي ، ځیني سرچینې وائي د چین سفیر دو وي له مړینې یوه ورځ مخکې پخپلې یوې عمومي وینا کې د ا مریکا په دریځونو سختې نیوکې کړي وې .
په افغانستان کې د کرونا ویروس خپریدا ددغه هیواد حکومت او ولس په ویرې کې اچولی او وئیل کیږی ، که نړیوال اړونده اورګانونه په دې اړه له افغان حکومت او ولس سره سملاسي مرستې ونه کړي ، نو ښائي لکه څنګه افغان ولس له یوه پلوه د وسلوالو شخړو او ترینګلتیاؤ له امله کړیږي او له بل پلوه به ئې د کرونا ویروس خوریدا ژوند نوره هم تریخ کړي او ممکنه ده په دغه هیواد کې د کډوالۍ څپه یو ځل بیا اوج ته ورسیږي .
د سورئې پوځ او مقاومتي ځواک په دیروالزور او الحسکه ولایتونو کې د تکفیری ترهه ګرو پر پټنځایونو د توپونودرندې ډزې کړي او په پاکونکو عملیاتو کې د جنایتکارو ترهه ګرو یو شمیر پټنځایونه او ستر ې وسلې او تجهیزات هم تباه کړي او وئيل کیږي ، چې په دغو عملیاتو کې ئې یو شمیر تکفیری ترهه ګر ژوندي نیولي هم دي .
د عراق په صلاح الدین او الانبار ولایتونو کې هم پوځ او الحشد الشعبي مبارز ولسی ځواک په ګډو پاکونکو عملیاتو کې د داعشي ترهه ګرو یو شمیر پټنځایونه تباه کړي دي . دا هم وئيل شوي چې په دغو عملیاتو کې د الحشد الشعبی مبارز ځواک یو شمیر مبارزان شهیدان شوي هم دي .
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان له کرونائي بحرانه د کړیدلو بې وځله خلکو سره د مرستو لپاره ځيني نور پیکیجونه هم تصویب کړي څو له دې لارې لا زیاتو خلکو سره مالی مرستې وشي .
داپه داسې حال کې دي چې وروستي راپورونه ښئ په پاکستان کې په تیر شواروز کې د کرونا ویروس د ککړتیا له امله نور دیرشو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ترپرون شپې پورې په دغه هیواد کې د کرونا ویروس د قربانیان وشمیر څه دپاسه نهو سووتنو ته رسیدلی او دغه راز په درست هیواد کې څه دپاسه دوه څلویښت زره کسان په کرونا ویروس ککړ شوي دي.
اوس هم راګرځو د کابل چاپ ځينو نننیو ورځپاڼو ته چې له انټرنیټه مو راخستي او له تاسو سره ئې شریکې کوو،البته باید ووایو چې دغه لیکنې ددغو ورځپاڼو خپل دریځونه دي .
د کابل چاپ ورځپاڼو تر ډېره د اشرف غني او عبدا.... عبدا.... ترمینځ په سیاسي هوکړې باندې لیکنې او تبصرې خپرې کړې دي.
ویسا خپلواکې ورځپاڼې خپله سرمقاله داسې پیل کړې، د اشرف غني او عبدا... ترمینځ د سیاسي هوکړې په لاسلیک سره، لاهم څو اساسي ستونزې پر ځای پاتې دي؛
لومړی دا چې د غني او عبدا... په هوکړه کې د ولسمشرۍ د انتخاباتو پایلې هم تأیید شوې او هم رد شوې، یعنې په دې معنی چې په صراحت د هغو د پایلو په باب څه نهدي ویل شوي چې د دې هوکړې پر بنسټ د حکومت پر چوکاټ د عبدا.... ورشریکېدل په دې معنی دي چې غني یې د ولسمشر په توګه منلی او د انتخاباتو پایله مشروعیت لري.
خو سرمقاله لیکونکي ټینګار کړی، که د توافق له مخې له خپل انتخاباتي ټکټ پرته چې ولسمشر غني خپل سیاسي سیال ته د دوهم مقام پروتوکول مني، دا په خپله د ولسمشرۍ د انتخاباتو د پایلو د نهمنلو په معنی ده او د عبدا... لوری به د پخوا په څېر د لانجو پر مهال دا استدلال خامخا کوي چې د اشرف غني حکومت د یوه سیاسي تفاهم زېږنده دی.
سرمقاله لیکونکي لیکلي، تر دې وروسته که اشرف غني د قانوني ولسمشر په توګه د سولې مخالفت کوي ،دا طبیعي ده چې عبدا....به د سولې په پروسه کې د غني پر خلاف ډېر فعال شي او که د بهرنیانو ملاتړ ورسره وي بیا به د تېر دوه سره حکومت وضعیت تکرار شي.
د سرمقاله لیکونکي په باور، دلته بیا د لوبې ډګر بشپړ بهرنیانو ته پاتې دی، دوی که په افغانستان کې بحران او جګړې ته دوام ورکوي د ډاکترانو ترمینځ به جنګ مغلوبه تود وساتي ،ملي مسایل به پر ځای پاتې وي او یاران به په خپلو کې د کوچنیو امتیازاتو پر سر سره لاس او ګرېوان وي او نور ولس به د طالب، داعش او حکومت او بهرنیانو د جګړو په اور کې سوځېږي.
هیواد دولتي ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی، "د چارو د سمون او تلپاتې سولې لپاره سیاسی هوکړه!"
په سرمقالې کې وړاندې راغلي، دا سیاسی هوکړه له څه باندې دوه میاشتني جنجال وروسته د سیاستوالانو او جهادي مشرانو په مینځګړیتوب او د نړیوالې ټولنې په بیا بیا تأکید سره شوې ده.
دغه دولتي ورځپاڼه لیکي، که څه هم یو شمېر کسانو دا ځل له ولسمشر غني څخه د هېڅ ډول معاملې تمه نهکوله، خو دا معامله که څه هم قانوني ستونزې لري، مګر نن سبا د مهمې اړتیا له مخې شوې ده، ځکه هېواد په سخت حالت کې دی او دښمنې کړۍ د امنیتي او نورو ستونزو ترڅنګ د سیاسی کړکېچ لپاره هم په ټول وس هلې ځلې کولې.
په سرمقاله کې راغلي، د دې معاملې په هوکړه کې د سولې لپاره د مصالحې عالي شورا رامنځته شوې ده، که څه هم دا په اساسي قانون کې نهشته، خو له طالبانو سره د سولې مسئله ډېره مهمه ده او دغه اهمیت ته په کتو سره غوره اقدام دی.
هشت صبح ورځپاڼې بیا د غني او عبدا... راتلونکي پنځه کلن حکومت ته کتنه کړې.
وړاندې راغلي، که چېرې د غني او عبدا... حکومت راتلونکې پنځه کلنه دوره کې هم د تېر ملي وحدت حکومت په څېر د څوکیو او مقرریو په سر لانجه موجوده وي، نو د دې حکومت برخلیک بیا سر له اوسه روښانه دی.
سرمقاله لیکونکي ټینګار کړی چې دغه سیاسي مشران باید د خلکو رایو ته درناوی وکړي کنه په وینا یې د خلکو له خوښې او ملاتړ پرته به د سیاسي هوکړې عملي کول ممکنه نهوي.