د کورونا مالومونکی ماسک په جوړیدا دی
May 18, 2020 13:57 Asia/Kabul
زمونږ خبریال وايي د امریکا سایئنس پوهانو داسې ماسک جوړ کړی دی چې د بیلابیلو ویروسونو په بڼه کښې رڼا کوي خو دغه ټیکنالوژۍ اوس له کورونا ویروس سره د مقابلې لپاره چمتو کیږي .
له دې مخکې سایئنس پوهانو له شپږو (۶) کلونو هڅو او زیار وروسته دغه ماسک د زیکا او د ایبولا ویروسونو لپاره تیار کړی وو خو اوس پکښې د ځینو بدلونونو په راوستلو سره هغه د کورونا ویروس د مالومولو لپاره جوړیږي .
د دغه ماسک له چمتو کیدا وروسته هرڅوک چې دغه ماسکو واچوي او هغه ته که ټوخي راشي یا پړنجی ورشي نو له مونوړي ماسک څخه رڼا خارجیيږي او ویروس مالوموي .
که چیرې دغه ماسک رڼا نشي نو مطلب یې دا دی چې نوموړی کس په کورونا ویروس اخته نه دی .
ټیګونه