چین د امریکا په ولسمشر ټرمپ نیوکه وکړه
ایرنا خبري اژانس وايي د چین د باندنیو چارو د وزارت ویاند جائو لي جیان د ملګروملتونو د روغتیا د نړیوالې ادارې ډبلیو ایچ او په غاړه د خپلو مسولیتونو د وراچولو لپاره د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په هڅې نیوکه وکړه او ویې ویل د ټرمپ هدف د چین د څیرې خرابول دي .
هغه پرون په یوې(۱) خبرې ناسته کښې د روغتیا د نړیوالې ادارې ډبلیو ایچ مشر ته د امریکا د ولسمشر ټرمپ د لیک استولو او د کورونا د ساري ناروغۍ په هکله په چین بیا بیا نیوکو ته په اشارې سره وویل د ټرمپ دغه لیک احتمالا د عمومي افکارو د منحرفولو لپاره یوه(۱) روده ده .
د چین د باندنیو چارو وزارت ویاند جائو لي جیان په دې خبرې سره چې امریکا د کورونا ویروس په مقابل کښې ناکارنده روده او ناکافي کنټرول لرلی دی وویل امریکا باید د نورو هیوادونو رټل بند کړي او د کورونا ویروس په کنټرولولو تمرکز وکړي .
د امریکا ولسمشر ټرمپ په تیرې دوشنبې ورځ د روغتیا د نړیوالې ادارې ډبلیو ایچ او د کلنۍ غونډې د ترسره کیدا په لومړۍ ورځ له دغه ادارې څخه د واشنګټن د ایستلو ګواښ وکړ او هغه یې د چین لوبتکه وبلله .
امریکا د کرونا ویروس په کنټرولولو کښې ماتي خوړلي ده او اوس د خپلو ګرمو مسولیتونه په چین او نورو هیوادونو وراچوي .
کورونا ویروس د امریکا په میلیونونو خلک بې روزګاره کړي او ډیر خلک اوس د مفتو ډوډیو د ترلاسه کولو لپاره په صفونو کښې ودریږي .