امریکا له یوه بل مهم تړون څخه هم وځي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i90251-امریکا_له_یوه_بل_مهم_تړون_څخه_هم_وځي
امریکا له نړیوالو تړونونو د وتلو د بهیر په دوام کښې اراده لري زر له یوه (۱) بل مهم تړون څخه ووځي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 22, 2020 00:32 Asia/Kabul
  • امریکا له یوه بل مهم  تړون څخه هم وځي

امریکا له نړیوالو تړونونو د وتلو د بهیر په دوام کښې اراده لري زر له یوه (۱) بل مهم تړون څخه ووځي .

ایسوسي ایټید پریس خبري اژانس په سپينې ماڼۍ کښې د خبرو سرچینو په قول وویل د واشنګټن حکومت پرون خپلو نړیوالو شرکاو ته ویلي دي نیت لري د خلاصو اسمانونو ( Treaty on Open Skies) له تړون څخه ووځي .

د امریکا د ولسمشر ټرمپ حکومت له مودو مودو راهسې په دې پلمې سره چې  روسیه  د خلاصو اسمانونو په تړون کښې د خپلو ژمنو خلاف ورزۍ کوي له دغه تړون څخه د وتلو لپاره د زمینې د برابرولو کار پیل کړی دی .

د خلاصو اسمانونو تړون د غړیو هیوادونو په هوايي حریم کښې د تجسسي الوتکو د الوت د اجازې په هکله  د نړۍ د پینځو دیرشو (۳۵) هیوادونو ترمینځ لاسلیک شوی تړون دی .

ماسکو له دې مخکې د روسیې لخوا د خلاصو اسمانونو د موافقې د خلاف ورزۍ په زمینه کښې د امریکا تورونه رد کړي دي .