امریکا له یوه بل مهم تړون څخه هم وځي
امریکا له نړیوالو تړونونو د وتلو د بهیر په دوام کښې اراده لري زر له یوه (۱) بل مهم تړون څخه ووځي .
ایسوسي ایټید پریس خبري اژانس په سپينې ماڼۍ کښې د خبرو سرچینو په قول وویل د واشنګټن حکومت پرون خپلو نړیوالو شرکاو ته ویلي دي نیت لري د خلاصو اسمانونو ( Treaty on Open Skies) له تړون څخه ووځي .
د امریکا د ولسمشر ټرمپ حکومت له مودو مودو راهسې په دې پلمې سره چې روسیه د خلاصو اسمانونو په تړون کښې د خپلو ژمنو خلاف ورزۍ کوي له دغه تړون څخه د وتلو لپاره د زمینې د برابرولو کار پیل کړی دی .
د خلاصو اسمانونو تړون د غړیو هیوادونو په هوايي حریم کښې د تجسسي الوتکو د الوت د اجازې په هکله د نړۍ د پینځو دیرشو (۳۵) هیوادونو ترمینځ لاسلیک شوی تړون دی .
ماسکو له دې مخکې د روسیې لخوا د خلاصو اسمانونو د موافقې د خلاف ورزۍ په زمینه کښې د امریکا تورونه رد کړي دي .