په درستې نړۍکې نیکمرغه اخترپه پرتم سره لمانځل کیږي
د تهران ریډیو درست کارکونکي هم په دې پرتمینه ورځ درستو مسلمانانو په تیره بیا تاسو خوږو مینه والو ته دزړه له کومې دنیکمرغه کوچني اختر مبارکي وائي . اختر د ټولو مبارک شه .
زمونږخبریال راپور راکړ په درست ایران کې د روژې دمبارکې میاشتې له عبادتونو او لمنځونووروسته نن د کوچني اختر دستورې ترسره شوي البته دغه دستورې د عیدګاهو په ځاي په ځاي جوماتونو کې او د روغتیائي پروټوکولونو ته په پام سره د هرې سیمې پخپل جومات کې ترسره شوي دي.
په ایران کې له کرونا سره دمبارزې د ملی کمیټې د فیصلې په اساس دنیکمرغه اختر لمونځ په هغو درستو جوماتونوکې چې پرانیستي فضا ګانې ئې درلودې ،ترسره شوی دی .
په دغو پرتمینو او ولولناکو دستورو کې روژتي ولس دخپلو عبادتونو او روحاني خړوبیدا وروسته د اختر په دستورو کې یوه بل ته مبارکي وئيلي او له پاک پروردګاره ئې د کرونائي بحران دختمیدا او د ناروغانو د زرترزره دښه کیدا دعاګانې کړي دي .
همداراز راپورونه ښئ نن په درستو اسلامی هیوادونو او نورو زیاتره اروپائي او افریقائي هیوادونو کې هم د نیکمرغه وړوکي اختر دستورې ترسره شوي دي . همداراز په افغانستان او پاکستان کې هم درستو مسلمانانو د اختر دستورې او لمونځونه ادا کړي دي . په افغانستان کې د نیکمرغه اختر دستورې په داسې حال کې ترسره شوي چې له نیکه مرغه بیګا طالبانو د نیکمرغه اختر په احترام کې درې ورځې اوربند اعلان کړی چې حکومتي لوري هم ددغه اوربند په هرکلی سره پر مخالفو ډلو هر ډول حملو ډډه کړې ده . راپورونه ښئ په افغانستان او پاکستان کې په درستو سیمو کې د روغتیائي پروټوکولونو په اساس دسوشل ډیسټنسینګ خاص خیال ساتل شوی او دغه راز وئیل کیږي ، چې له ډیرې مودې وروسته په پاکستان کې درستو مسلمانانو په یوه ورځ اختر لمانځي چې دا د ملی یووالي او پیوستون ځیری دی او دغه راز د مسلمانانو وحدت او یو زړتوب نندارې ټه وړاندې کوي .
د تهران ریډیو درست کارکونکي هم په دې پرتمینه ورځ درستو مسلمانانو په تیره بیا تاسو خوږو مینه والو ته دزړه له کومې دنیکمرغه کوچني اختر مبارکي وائي . اختر د ټولو مبارک شه .