ورځپاڼو ته کتنه 11-3-99
https://parstoday.ir/ps/news/world-i90443-ورځپاڼو_ته_کتنه_11_3_99
ګرانو او قدرمنو دوستانو له نننيو ورځپاڼو سرهستاسو په خدمت کښې يوو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 31, 2020 09:17 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه 11-3-99

ګرانو او قدرمنو دوستانو له نننيو ورځپاڼو سرهستاسو په خدمت کښې يوو.

وړومبې هم د تهران چاپ جمهوري اسلامي ورځپاڼه رااخلو چې په سره کښې د ايران د اسلامي جمهوريت د خارجه وزير له قوله وليکل: پکار دے نړۍ د نسل پرستۍ په خلاف يو موټے شي.

د ورځپاڼې له مخې د ایران د بهرنیو چارو وزیر په ټوئیټر کښې په یو پیغام کښې د امریکې د پولیسو له خوا په مینیاپولیس ښار کښې د بې وسلې تور پوستي سړي غمیزه ناکې وژلې ته په اشارې سره ولیکل چې اوس وخت رارسیدلی چې نړۍ نسل پرستۍ خلاف متحده شي.

محمد جواد ظریف په دغه ټویټري پیغام کښې په امریکا کښې د تور پوټکو ژوند ته د اهمیت نه ورکول کیدو په هکله ولیکل: د نسل پرستۍ خلاف د نړۍ مبارزۍ له ډیرې مودې راهسې شاته پاتې ده خو هم دا اوس یې وخت دے چې نړۍ د نژاد پرستۍ خلاف راپورته شي.

ورځپاڼې همدارنګ د ایران د اسلامي شورا د جرګې د نوي منتخب مشر په حوالې سره وليکل: امریکا ستره شیطانه او د شر سرچینه ده.

محمد باقر قالیباف پرون په خپل ټویټر کښې د یو تورپوستي ښاریز په قتل کښې د امریکې د پولیسو بشري ضده اقدام ته په اشارې سره ولیکل: کوم هیواد چې ظالمانه سیاسي، قضايي او اقتصادي جوړښت یې له کلونو راهسې په ټوله نړۍ کښې جنګ او کودتا او فقر او توکمپالنې او شکنجې او ورور وژنې او اخلاقي فساد ته هوا ورکوي او په هیواد کښې دننه توکمپالنه، لوږه او سپکاوی او په زانګون سره مرۍ خپه کول دودوي، د هغه نوم که ستر شیطان نه دے نو بیا څه دے؟ امریکا د شر سرچینه ده.

---------

د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼې وليکل: د ایران د اسلامي جمهوریت د پوله ساتونکو پولیسو مرستیال، د ايران  په سردشت ښار کې د هیواد د سرحدي امنیت د دریو شهیدانو د یاد د درناوي په مناسبت وویل: د ایران په پولو کې امنیت ګډوډونکي به د خپل عمل سزا وویني.

د ایران د اسلامي جموریت د پولیسو د قوماندان مرستیال سردار قاسم رضایي،پرون د خبریالانو په غونډه کښې وویل: د سردشت سرحدي ښار سخته او دقیق څارنه کښېږي او د ایران ټول پوله ساتونکې د هیواد له ټولې ځمکې څخه د دفاع وظیفه ترسره کوي.

ورځپاڼې د بهرنيو سرچينو له قوله وليکل: امریکا کښې سلګونه اعتراض کونکي پولیسو نیولې دي.

په امریکا کې د یوسپین پوستکي پولیس افسر له لوري د یو تور پوستکي  امریکایي «جورج فلویډ» د وژلو په غبرګون کې راوتلي پراخ لاریونونه په تاوتریخوالي بدل شوې دي.

دغه لاریونونه چې د نیویارک، واشنګټن، لاس انجلس، مینیاپولیس،دالاس، اټلانټا او هاسټن په ګډون د امریکې په تقريباً ټولو ایالتونو او سترو ښارونو کې پیل شوي وو، جورج فلویډ ته انصاف غواړي، او د نوموړي د وژلو په قضیه کې د ښکېلو کسانو د محاکمې غوښتنه یې کوله.

لاریون کوونکي په بیلابېلو ښارونو کې د پولیسو له مقاومت سره مخ شوي، او په ځینو ځایونو کې د پولیسو موټرونو او عامو دکانونو ته اور اچول شوےدے.

د ورځپاڼې د يو بل خبر له مخې په نيواکي قدس شريف کښې صهيونېسټانو يو فلسطيني شهيد کړ. د ورځپاڼې د خبر له مخې یو فلسطیني ځوان په دې بهانه چې په صهیونیسټي کسانو یې برید کولو، د د تېرې شنبې په ورځ د صهیونیسټي پوځیانو د نیواکي قدس په باب الاسباط سیمه کښې په ډزو شهید کړے دے.

د دغه فلسطیني ځوان له شهادت څخه وروستو، څرګنده شوه چې هغه هیڅ وسله له ځان سره نه لرله.

د فلسطین د اسلامي غورځنګ (حماس) ویاند حازم قاسم د صهیونیستي پوځ لخوا د فلسطیني ځوان شهادت د دغه رژیم د «جنایتکاره خوي» نښه وبلله.

د تهران کېهان ورځپاڼې بیا د يمني رسنيو له قوله وليکل: د یمن د استعفا شوي ولسمشر روغتیایي حالت خراب دی.

ورځپاڼې وليکل: د یمن سرچینو پرون د خبرو سرچینو د نوم له ښودلو پرته وویل استعفا شوی ولسمشر عبدربه منصور هادي سخت بیمار دی او په روغتون کښې بستري دی .

په عین حال کښې د یمن یوسیاسي فعال منیر الماوري  وویل عبدربه منصور هادي ته په تیرو ورځو کښې د زره ناروغۍ ورپیښه شوي ده او د خپل بدن د کړکیچنو شرایطو په دلیل ونه توانیده د درملنې لپاره امریکا ته ولاړ شي .

هغه وویل د یمن استعفا شوی ولسمشر عبدربه منصور هادي اوس په سم ډول خبرې نشي کولای او د زړه د دریدا له کبله په لاره مزل هم نشي کولای .

-----------

اوس به لاس کړوو د پاکستان چاپ ورځپاڼو ته چې په سر کښې هم جنګ ورځپاڼه ده. دغې ورځپاڼې په خپله نننۍ ګڼه کښې وليکل: په دغه هېواد کښې کورونا وائرس له کنټروله وتلي دي او په ټول هېواد کښې د ټولو خلقو لپاره د ماسک استعمال لازمي وګرځېد.

د پاکستان د روغتيا وزير ظفر مرزا په دې اړه وويل که خلقو د روغتیائي تدابيرو خيال ونه ساتۀ نو په نزدې راتلونکي کښې د هېواد ټول روغتونونه له کورونائي بيمارانو ډکېدې شي.

د ورځپاڼې په يو بل خبر کښې راغلي دي، د دغه هېواد وزيرمملکت شهريار آفريدي او د خېبر پښتونخوا صوبې د پارلېمان غړے عنايت ا...  هم په کورونا وائرسو اخته شول.

----------

د پېښور چاپ مشرق ورځپاڼې وليکل: د خېبرپښتونخوا صوبائي حکومت د پېښور او سعودي ترمېنځ د الوتونو له بحالولو او  له هغه هېواد څخه د مسافرو راوړلو سره موافقه وکړه.

ورځپاڼې د افغان سرچينو له قوله وليکل، د افغانستان د مصالحتي عالي شورا مشر عبدا... عبدا.... وويل، له طالب ډلې سره دصلحې د خبرو اترو امکان پېدا شوے او په راتلونکو نزديو کښې دغه خبرې اترې شروع کېدې شي. هغه زياته کړه، د اختر په  ورځو کښې د افغان حکومت او طالبانو ترمېنځ د ډزبندۍ د خبرو اترو امکان واضحه کړےدے.

مشرق ورځپاڼې د سعودي سرچينو له قوله په يو خبر کښې وليکل: د دغه هېواد حکومت په نبوي جومات کښې عامه خلقو ته د جَمعې د نمانځه اجازه ورکړه. له باچائي اجازې سره له نن څخه به د روغتيائي تدابيرو په غوره کولو سره په مرحله ايزه توګه د نمانځه اجازه ورکړې کيږي.

ورځپاڼې په يو بل خبر کښې وليکل، له افغانستانه له درې سوو نه زيات پاکستانيان خپل وطن ته داخل شول. دغه پاکستانيان چې د تورخم پولې له لارې راوړېدلي دي په لنډي کوتل سيمه کښې قرنطينه کړې شول او آزمائنو وروسته به يې په اړه فېصله کولې شي.

----------

دا هم د کابل چاپ ورځپاڼې، کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې په بېلابېلو مسایلو لیکنې او تبصرې کړي دي.

هشت صبح ورځپاڼې خپله سرمقاله په خبریالانو وروستی برید ته ځانګړې کړې ده.

وړاندې راغلي، د ٢٠٠١ میلادي کال راپه دې خوا ١٢٠ خبریالان په افغانستان کې وژل شوي چې د ډېرو دوسیې هم نه‌دي څېړل شوي.

په سرمقاله کې کابل کې د یوې چاودنې په پایله کې د خورشید په نوم د یوه خصوصي ټلوېزون د دوو کارکوونکو وژل کېدو ته اشاره شوې.

وړاندې راغلي، دا لومړی ځل نه‌دی چې خبریالان په نښه کېږي بلکې په دې لار کې ډېری خبریالان وژل شوي او ګڼې قربانۍ ورکړي دي.

سرمقاله لیکونکي لیکلي، تر اوسه د کابل په شش درک سیمه کې د خبریالانو ډله‌ییزه وژنه او د موبي ګروپ په کار کوونکو د برید عاملین معلوم نه‌دي او ان چا د کورنیو پوښتنه یې هم نه‌ده کړې.

د سرمقالې په یوه برخه کې د جګړې پر ښکیلو لورو غږ شوی چې د بیان ازادي د نړیوالو قوانینو په رڼا کې ومني او په باور یې د رسنیو د یو څو کارکوونکو په وژلو سره دا امکان نه لري چې د رسنیو او مطبوعاتو تګلاره بدله شي.

-------

اصلاح ورځپاڼې خپله سرمقاله داسې پیل کړې، "په افغانستان کې د سولې ټینګښت لپاره د نویو هڅو پیل!"

وړاندې د مصالحې عالي شورا پرانېستل کېدو ته اشاره شوې چې په وینا یې تر راتلونکي یوې اوونۍ پوري به د دغې شورا غړي معرفي شي.

خو ورځپاڼې لیکلي، د مصالحې عالي شورا په پرانیستل کېدو سره تمه داده چې د سولې لپاره ګټور ګامونه پورته شي.

د سرمقاله لیکونکي په باور، د خلکو هیله همدا ده چې دغه شورا د سولې عالي شورا تېرې تجربې تکرارې نه کړي او له روان فرصت څخه ښه ګټه واخلي.

-----------