د ایران په ضد دا مریکا د زیاتره دباؤسیاست ماته خوړلې
د هغو هیوادونو دبندیز په باب دامریکا ګواښونه چې ونزویلا ته د ایران دتیلو د صادراتو چارې آسانوي ، د نه منلو وړ بللي دي .
فارس خبری اژانس راپور ورکړی ، د روسیې دخارجه وزارت ویندوئې میرمن ماریا زاخارووا بیګا په یولړ څرګندونو کې ونزویلا ته د ایران د تیلو د صادراتو د آسانونکو په ګواښلو کې د امریکا د اقدام دمنلو وړ بللو سره د واشنګټن د دزیاتره دباؤ دغه سیاست په کلکه محکوم کړ ی دی .
میرمن زاخارووا روښانه کړې ده ، د هغو هیوادونو دبندیز په باب دامریکا ګواښونه چې ونزویلا ته د ایران دتیلو د صادراتو چارې آسانوي ، د نه منلو وړ بللي دي .
هغې دامریکا د بندیزي سیاستونو په محکومولو سره ټينګار کړی ، ماسکو د واشنګټن د غیر قانوني اقداماتو د درولو غوښتنه کوي .
د امریکا خزانې وزارت په همداوروستیو کې د ایرانیو کشتیو دڅلوروشرکتونو پر بندیز سربیره ، چې ونزویلا ته د ایران د تیلو په لیږدولو کې ئې ونډه اخستي ، ګواښ کړی ، هغه هیوادونه ، دبندرونو مسئولان ، او دهغو کشتیو خاوندان او ماڼوګان چې ونزویلا ته ئې د ایران د تیلو په صادراتو کې رول درلودلی دی ، د امریکا دبندیزونو په لیسټ کې به ورځاي شي .
د ایران اسلامی جمهوریت په همدارووستیو کې د ونزویلا له حکومت او ملت څخه د ملاتړ لباره چې دامریکا له سختو اقتصادي بندیزونو او کلابندۍ سره مخامخ دي ، د تیلو وړونکي پنځه سترې بیړۍ دغه هیواد ته لیږدولي او دغه پنځه واړه تیلی بیړۍ د امریکا له ګواښونو سره سره ، د ونزویلا بندرونو ته رسیدلی او د تیلو خالی کول ئې پیل شوي دي . د ایران داسلامی جمهوریت دغه اقدام ، هغه هم په داسې حال کې چې دواړه هیوادونه د امریکا له بندیزونو سره لاس او ګریوان دي ، د واشنګټن دچارواکو سخته لالهاندي او غوسه ئې په ځان پسې درلودي ده .